تورکیه د هرې ورځې په تیریدو سره د انرژۍ په برخه کې خپلواکه او په ځان بسیا کیږي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا یو ډیر مهم زیری د هیوادوالو سره شریک کړ.
تورکیه د هرې ورځې په تیریدو سره د انرژۍ په برخه کې خپلواکه او په ځان بسیا کیږي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا یو ډیر مهم زیری د هیوادوالو سره شریک کړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې د شرناق ولایت د جودي – ګابار په سیمه کې د تیلو یوه نوې زیرمه کشف کړې ده.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تیلو دې نوې زیرمې ته شهیدې ای بوکه یالچن نوم ورکړی دی. د ویلو ده چې شهیده ای بوکه یالچن په سیمه کې ښوونکې وه چې د ترهګرو لخوا په شهادت رسول شوې وه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د دې نوې زیرمې د موندولو سره به په سیمه کې زموږ د تیلو تولید کچه په ورځ کې ۱۰۰ زرو بیلرو ته لوړ شي.
د بله پلوه د تورکیې د انرژي او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز ویلي دي چې د جودي – ګابار کې موندل شوي تیل د تورکیې تر ټولو د لوړ کیفیت لرونکي تیل دي. هغه ویلي دي چې لومړی ګاز او اوس د تیلو موندل دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.
د ویلو ده چې تورکیې پدې وروستیو کلونو کې د انرژۍ په برخه کې د خپلواکۍ او ځان بسیاینې په خاطر خپل ټول تمرکز د پلټون چارو ته اړولی دی.
پدې برخه کې ډیره ستره پانګه اچونه کړې ده .