چاووش اوغلو: د تورکیې، روسیې، سوریې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړیږي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د تورکیې، سوریې، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کیدای شي چې په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د تورکیې، سوریې، روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کیدای شي چې په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.
چاووش اوغلو دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه د سوریې سره د اړیکو د عادي کولو د پروسې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، ټولې خبرې اترې د یوې لارې نقشې په چوکاټ کې ترسره شوي او تمه کیږي چې دا غونډه د روسیې، ایران او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه جوړه شي. په لوی احتمال سره چې دا غونډه د می په لسمه په مسکو کې جوړه شي.
هغه وویل چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د افریقا د سفر له امله دا لا څرګنده نده چې د ایران لخوا به پدې غونډه کې څوک ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه چې دا غونډه پرته د کوم قید او شرط نه ترسره کیږي. هغه وویل " دا ممکنه نه ده چې د کوم قید او شرط سره دا غونډه ترسره شي. موږ نشو کولی د کوم شرط سره پدې غونډه کې ګډون وکړو.
د تورکیې، روسیې، سوریې او ایران د دفاع وزیرانو او د استخباراتو رئیسانو په دې وروستیو کې په مسکو کې سره وکتل. چاوش اوغلو وویل چې له دې غونډې مخکې د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیالانو غونډه وکړه.
هغه د تورکیې لخوا د ارمنستان پر مخ د هوايي حریم د تړولو په اړه وویل چې په ارمنستان کې څلو ته د سپکاوي د پارونکو اقداماتو نه وروسته تورکیې د ارمنستان پر مخ خپل هوايي حریم وتړولو . د ارمنستان د پارلمان رئیس د غونډې په موخه تورکیې ته راځي یواځې د هغه الوتکې ته به اجازه ورکړو. که چیرې ارمنستان پارونکو اقداماتو ته دوام ورکړي ، تورکیه به لا زیات سخت تدابیر ونیسي .