د سوډان نه د تورکي وګړو د تخلیې عملیات بشپړ شول

په سوډان کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو له امله د اپریل په ۲۳ مه نیټه پيل شوي ددې هیواد نه د تورکي اتباعو د ایستلو عملیات د مې د میاشتې  په لومړۍ نیټه پای ته ورسید.

1981492
د سوډان نه د تورکي وګړو د تخلیې عملیات بشپړ شول

په سوډان کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو له امله د اپریل په ۲۳ مه نیټه پيل شوي ددې هیواد نه د تورکي اتباعو د ایستلو عملیات د مې د میاشتې  په لومړۍ نیټه پای ته ورسید.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي، "د سوډان په جمهوریت کې د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵ راهیسې د اردو او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ نښتې د اندیښنې وړ دي. د ټولو نړیوالو نوښتونو سره سره، موږ د جګړې د دوام او د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندیښمن یو. د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان زموږ د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او نور چارواکي د پیښو له پیل راهیسې له خپلو سوډاني سیالانو سره نږدې تماس کې دي؛ له دوې يي  د زغم او اوربند غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي: "زموږ هیواد په سوله ایزه توګه د مسلې د حل لپاره مختلف نوښتونه پلي کوي او په سوډان کې د نورو وروڼو وینو تویولو د مخنیوي لپاره هر ډول ډیپلوماټیکې لارې په کار اچولي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د سوډان نه د تورکي اتباعو  د ایستلو عملیات بشپړ شوي دي، "د سوډان نه د تورکي  اتباعو د ایستلو عملیات چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۲۳ نیټه په پیل شوي وو، نن (د مې لومړۍ نیټه) بشپړ شول. موږ غواړو له ټولو هغو هیوادونو څخه مننه وکړو چې زموږ د ایستلو په عملیاتو کې یې مرسته کړې، په ځانګړې توګه ایتوپیا، مصر، سوډان او سعودي عربستان څخه.



اړوند خبرونه