تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د غلې دانې د دهلیز د تړون د غځولو په خاطر هلې ځلې کوي

ولسمشر اردوغان وویل چې موږ د دې میکانیزم دوام ته سترګې په لار یو چې په افریقا کې اړمنو هیوادونو ته خواړه چمتو کړو.

1981237
تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د غلې دانې د دهلیز د تړون د غځولو په خاطر هلې ځلې کوي

د تورکیې ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د اوکراین او روسیې له مشرانو سره زموږ ښو اړیکو چې د بندیانو د تبادلې پر مهال هم ډیر ګټه کړې ده ، د غلې دانې په د دهلیز د نوښت په مسئله کې مهم رول لوبولی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې موږ د دې میکانیزم دوام ته سترګې په لار یو چې په افریقا کې اړمنو هیوادونو ته خواړه چمتو کړو. نوموړي دا خبره د یکشنبې په ماښام له تورکي تلویزیونو  سره په مرکه کې وکړه.

د اونۍ په پای کې د غلو د معاملې په اړه خبرو اترو ته نږدې یوې سرچینې سپوتنیک ته وویل چې د دې معاملې د تمدید د امکاناتو په اړه هیڅ وضاحت نشته. سرچینې وویل چې انقره او ملګري ملتونه پدې برخه کې ځینې هڅې کوي او تورکیه تمه لري چې "لویدیځ ملګري زموږ د هڅو ملاتړ وکړي."

د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس د جمعې په ورځ له ولسمشر اردوغان سره د تور سمندرګي غلې نوښت د دوام او د روسیې د محصولاتو صادراتو د ښه کولو په اړه تلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ وویل چې اردوغان ګوتیریش ته ډاډ ورکړ چې تورکیه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلو د صادراتو د تړون دوام ته اهمیت ورکوي چې د می په ۱۸ نیټه پای ته رسیږي.

انقرې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین وړاندیز کړی چې د غلو د تړون له مخې د صادراتو لپاره د توکو لیست پراخ کړي. روسیه وايي چمتو ده چې د تورې بحیرې د غلې دانې نوښت وغځوي که چیرې د دوی د غلې دانې او سرې په  صادراتو لګول شوي محدودیتونه لرې شي.



اړوند خبرونه