اردوغان د می د لومړۍ نیټې د کارګرانو او پیوستون د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان د می د لومړۍ نیټې د کارګرانو او پیوستون د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.

1981324
اردوغان د می د لومړۍ نیټې د کارګرانو او پیوستون د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
erdogan 1 mayis paylasim.jpg
erdogan.jpg

 

 ولسمشر رجب طیب اردوغان د می د لومړۍ نیټې د کارګرانو او پیوستون د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې "موږ به له تاسو سره په ګډه د تورکيې پيړۍ جوړوو."

اردوغان د خپل ټولنیز میډیا کې په یوه پوسټ کې یادونه کړې  چې هغه د یو زیارکښ او کارګر پلار زوی دی چې د کپتان په توګه خپل ژوند کولو.

اردوغان ویلي دي چې د ځوانۍ پر مهال په استانبول کې د کارګر په توګه کار کړی دی او خولې توې کړي  دي

 

"زه په مزدورۍ، خولې تویولو او له ملګرو سره د ګرمې ډوډۍ (یو ډول ډوډۍ) د شریکولو په خوښۍ ښه پوهیږم. موږ هیڅکله خپلې ریښې نه دي هېرې کړې او نه  مو خپله مبارزه  چې  له کوم ځای څخه راغلي یو چې د سیاست له لارې خپل هیواد ته خدمت وکړو. تل مو ستاسې د حق او حقوقو د درکولو  لپاره مبارزه کړې ده .  موږ د می لومړۍ ورځ چې له کلونو راهیسې تل استثمار کیدله ،  رخصتي اعلان کړه. موږ د کارګرانو ورځ واقعیا جوړه کړه."

 

اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې دوی د  کارګرانو د منسجم کیدو، د د صنفي اتحادیو  د حقوقو او معاشونو او همدارنګه د کارګرانو د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې خورا مهم ګامونه اخیستي دي.

"هغه څه چې موږ کړي دي، موږ په ګډه ترسره کړي، موږ په ګډه بریالي شوي یو،. زه هیله لرم چې موږ به بیا ستاسو سره یوځای د تورکیې پیړۍ جوړه کړو."

ولسمشر اردوغان  د می  د لومړۍ نیټې  د کار او پیوستون  د ورځې په مناسبت  د هیواد ټولو زیارکښو او کرګرانو  ته  مبارکي وویله.



اړوند خبرونه