د تورکیې، سوریې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د مې په میاشت کې جوړه شي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي دي چې د تورکیې – روسیې  -اسد د رژیم او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د می په میاشت کې ترسره شي.

1980946
د تورکیې، سوریې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د مې په میاشت کې جوړه شي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي دي چې د تورکیې – روسیې  -اسد د رژیم او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د می په میاشت کې ترسره شي.

چاووش اوغلو چې  ټي‌ آر ټي‌ خبر په خپرونه کې ګډون  کړی وو، د تورکیې - روسیې - اسد رژیم،  او  ایران د دفاع وزیرانو او د استخباراتو د مشرانو ترمنځ د څلور اړخیزې غونډې  او  مې په میاشت کې پلان شوې د څلورو واړو هیوادونو د  بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه چې په مسکو کې جوړیږي‌ پوښتنې ځواب کړې.

 

چاووش اوغلو د دې په بیانولو سره چې تورکیه د سیاسی بهیر د ټکني‌  کیدو له امله په دغه کار کې شامله شوې ده، هغه  ټینګار وکړ چې د دغه خنډ د ختمولو لاره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک په چوکاټ کې په سوریه کې د انتخاباتو د ترسره کولو او یا له رژیم او مخالفینو ترمنځه د مذاکراتو لپاره  د یوې لارې نقشې د جوړولو نه تیریږي.

 

چاووش اوغلو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه، په ګوته کړه چې "دا اړینه ده چې د ترهګریز سازمان YPG/PKK پر وړاندې په ګډه مبارزه وشي، او زیاته یې کړه چې روسیه او ایران باید "په دوامداره توګه ملاتړ" وکړي.

چاوش اوغلو دې ته په اشارې سره چې درېیمه مسله خپلو هېوادونو ته د سوري کډوالو خوندي راستنېدل دي."د سوریې له رژیم سره همکاري اړینه ده، څو هغوی په خوندي توګه خپلو ښارونو او کورونو ته ستانه شي."

چاووش اوغلو دې ته اشاره وکړه چې که تورکي پوځیان په سوریه کې له خوندي سیمو څخه ووځي، نو YPG/PKK کولی شي دا تشه ډکه کړي او د تورکیې پر ضد ترهګریز بریدونه او د نفوذ هڅې زیاتې کړي.

 

چاووش اوغلو وویل  چې د تورکيې، روسيې، اسد د رژيم او د ايران د استخباراتو رئيسانو درې ځلې سره ليدلي، د دفاع وزيرانو دوه ځلې سره ليدلي او د بهرنيو چارو د وزارتونو د مرستيالانو په کچه هم غونډه شوې ده. چاووش اوغلو وويل، چې اوس راتلونکې غونډه په  مسکو  کې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه جوړیږي.

"ډیر احتمال شته چې د می میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه غونډه جوړه شي.".



اړوند خبرونه