تورکیې د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ نن په رسمي توګه د اټومي تاسیساتو حیثیت ترلاسه کړ
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د لومړي تازه اټومي تیلو په رارسیدو سره ، د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ د "اټومي تاسیساتو" حیثیت ترلاسه کړ.
د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د لومړي تازه اټومي تیلو په رارسیدو سره ، د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ د "اټومي تاسیساتو" حیثیت ترلاسه کړ.
وزیر ډونمز د اق قویو د لومړي اټومي تیلو تحویلي په مراسمو کې ، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه وینا وکړه.
هغه د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ اوږد او پلان شوي مزل پایله ده.
"زموږ د ولسمشر د قوي رهبرۍ او هوډ په برکت مونږ د اق قویو اټومي بټۍ په خاطر لومړنی قرارداد په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک کړ. موږ په ۲۰۱۸ کې د اق قویو د اټومي بټۍ د بڼسټ ډبره کیښوده . اوس مهال په ورته وخت کې د ۴ ریکټورونو د جوړولو کار دوام لري او نن موږ یو ډیر مهم ګام اوچتوو. مونږ د اټومي انرژی په سفر کې یو بل پړاو ته داخل شو. د اق قویو اټومي بټۍ ته د تازه اټومي تیلو د راوړلو سره دې بټۍ په رسمي توګه د "اټومي تاسیساتو" حیثیت ترلاسه کړ.
دونمز وویل چې اټومي انرژي نور د تورکیې لپاره لرې هدف نه دی.
"راتلونکي کال کې به ، موږ د اټومي انرژۍ څخه د بریښنا تولید هم پیل کوو. موږ به د تورکیې د انرژۍ په سرچینو کې د انرژۍ د یوې نوې سرچینې په اضافه کولو سره د خپلې انرژۍ پورټ فولیو متنوع کړو."
هغه وویل چې د دې د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ د تورکیې جمهوریت په تاریخ کې د په یو قلم تر ټولو ستره پانګوونې په توګه هره ورځ وده کوي .
"اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ ۴ ریکټورونه جمعآ ۶۰ جمع ۲۰ چې په مجموعي توګه ۸۰ کاله کیږي عمر لري او پرته د ځنډه په دوامداره توګه ۲۴ ساعته به د پایښت لرونکي ، چاپیریال دوسته او خوندي انرژي تولید کړي. موږ به د دې تاسیساتو څخه خپلۍ د کلنۍ بریښنا نږدې لس سلنه اړتیا پوره کړو. مونږ به ددې بټۍ نه په کال کې ۳۵ میلیارد کیلوواټ ساعته برښنا دلته تولید کړو. ددې برښنا د تولید سره به په کال کې د ۷ میلیارده متر مکعب ګازو وارداتو او ۳۵ میلیونه ټنه ککړتیا مخه ونیول شي.