د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د اټومي قدرت لرونکو هیوادونو په کتار کې داخله شوه.

ولسمشر اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مرسین کې د اق قویو اټومي بټۍ د لومړي اټومي تیلو د اضافه  کولو په مراسمو کې د د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

1980352
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د اټومي قدرت لرونکو هیوادونو په کتار کې داخله شوه.
Akkuyu Nüvə Stansiyası...jpg
Akkuyu.jpg
Erdoğan-Putin Akkuyu Nükleer Güç Santrali’nin Üçüncü Ünitesinin Temel Atma Töreni1.jpg
akkuyu ngs.jpeg

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د اټومي قدرت لرونکو هیوادونو په کتار کې داخله شوه.

ولسمشر اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مرسین کې د اق قویو اټومي بټۍ د لومړي اټومي تیلو د اضافه  کولو په مراسمو کې د د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

اردوغان وویل چې د هوا او سمندر له لارې د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ ته د اټومي تیلو په رسولو سره، دې بټۍ  اوس د اټومي تاسیساتو هویت ترلاسه کړ.

ولسمشر اردوغان،

"اروپایي ټولنې کمیسیون اټومي انرژۍ د پاکې او زرغونې انرژۍ په توګه  په منلو سره ټول شکونه حل کړل. موږ خپل هیواد د اق قویو سره د دې پراختیا برخه جوړه کړه."

اردوغان وویل، «اق قویو له روسیې سره زموږ تر ټولو لویه ګډه سرمایه ګذاري ده.

"د اق قویو د اټومي انرژۍ بټۍ ټول واحدونه به په تدریجي ډول تر ۲۰۲۸ کال پورې په کار واچول شي. زموږ د هیواد د بریښنا مصرف ۱۰ سلنه به د دې بریښنا فابریکې لخوا چمتو شي. کله چې په بشپړ ظرفیت فعال شي، نږدې ۳۵ میلیارد کیلو واټ ساعت به بریښنا تولید کړي.

رجب طیب اردوغان وویل:

" د اق قویو  دا پروژه، چې زموږ د طبیعي ګازو د وارداتو په کموالي کې به په کال کې یو نیم میلیارد ډالر مرسته وکړي، زموږ د ملي د عوایدو  په زیاتوالي کې به هم مثبته اغیزه ولري."

د روسیې ولسمشر پوتین، چې د اکویو اټومي بټۍ د لومړي اټومي تیلو د رسولو په مراسمو کې یې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو په خپله وینا کې وویل،

"تورکیه به اوس د اتومي انرژۍ لرونکی هیواد وي، چې د نړۍ یو له خورا ارزانه منابعو څخه دی. اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ د تورکیې او روسیې په تاریخ کې یوه لویه ګډه پروژه ده، چې زموږ د هیوادونو تر منځ د ګاونډیتوب په اړیکو کې به هم مرسته وکړي."

پوتین د اق قویو اټومي بټۍ په اړه په خپله وینا کې وویل:

"دا یوه ازمایښتي پروژه ده. دا د دوه اړخیزو اقتصادي ګټو څخه ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ زموږ څو اړخیزه ملګرتیا ته وده ورکوي." هغه زیاته کړه چې ،

"موږ به دواړه هیوادونه وهڅوو چې د یو بل په بازارونو او سیاحت کې ډیر فعال شي او د دې لپاره موږ پریکړه کړې چې د الوتنو شمیر زیات کړو."

پوتین وویل "د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ په نړۍ کې یو له خورا عصري او باوري امنیتي سیسټمونو څخه دی." هغه وويل: "ښاغلي اردوغان په شخصي توګه او د تورکيې حکومت موږ ته ښيي چې هغه د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره څومره خدمتونه کړي دي."

ولادیمیر پوتین وویل چې د تورکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې ته ددې بټۍ د یو واحد د چاور بشپړول په اصل کې د ولسمشر اردوغان د شخصي بریالیتوب یوه ښکاره بیلګه ده.



اړوند خبرونه