( بیرقدار قزل ایلما ) په خپله څلورمه الوتنه کې د سیسټم پیژندنې ازموینه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکې ( بیرقدار قزل ایلما ) په خپله څلورمه الوتنه کې د سیسټم پیژندنې ازموینه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکې ( بیرقدار قزل ایلما ) په خپله څلورمه الوتنه کې د سیسټم پیژندنې ازموینه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د تورکیې د لومړنۍ کورنۍ او ملي بې پیلوته جنګي الوتکې ( بیرقدار قزل ایلما ) امتحاني الوتنې دوام لري.
( بیرقدار قزل ایلما ) د امتحاني الوتنو په چوکاټ کې په خپله څلورمه الوتنه کې د سیسټم پیژندنې ازموینه په بریالیتوب سره سرته ورسوله. ( بیرقدار قزل ایلما ) جنګي الوتکې چې تر اوسه پورې دوه پروټوټایپونه جوړ شوې دي د پراختیا او تولید چارې دوام لري. په پام کې ده چې په ۲۰۲۴ کال د ( بیرقدار قزل ایلما ) د ملي بې پیلوټه جنګي الوتکو په پراخه تولید پیل شي.
د تورکیې کورنۍ او ملي بې پیلوته جنګي الوتکه ( بیرقدار قزل ایلما ) به په ۲۰۲۵ کال کې د تورکیې د کورنۍ او ملي تر ټولو سترې جنګي کښتۍ TCG انادولو نه په امتحاني الوتنو پيل وکړي. د یادولو وړ ده چې د TCG انادولو تعرضي کښتۍ په نړۍ کې د په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو لیږدونکې لومړنۍ کښتۍ ده. دا کښتۍ د ( بیرقدار قزل ایلما ) سربیره په بیرقدار ټي بي ۳ په وسلو سمبال ډرون الوتکو به هم سمبال وي.
د ویلو ده چې د تورکیې د لومړنۍ کورنۍ او ملي ډرون جنګي الوتکه د یو کال په څیر په ډیره لنډه موده کې الوتنې ته چمتو او والوزول شوه.
د ( بیرقدار قزل ایلما ) په پروژې په ۲۰۲۱ کال کې پيل وشو. همداشان د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۴ مه نيټه ددې الوتکې تولید چارې بشپړې شوې.
د ( بیرقدار قزل ایلما ) الوتکې خپله لومړنۍ الوتنه د ۲۰۲۲ میلادي کال د دسمبر په ۱۴ مه نیټه وکړه.
دې الوتکې د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په ۳۰ مه نیټه په خپله دریمه الوتکه کې د منځنۍ ارتفاع پیژندنې سیستم ازمایښت په بریالیتوب سره ترسره کړ.
د تورکیې لومړۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه د خپل مصنوعي زیرکتیا د وړتیا سره له هوا څخه هوا ته محاربې توان لري او همدارنګه هوایی ځمکني ماموریتونه به ترسره کړي .
دا الوتکه چې د رادار نه د پټیدو د سیستم د درلودو سره د رادار نه د پټیدو وړتیا لري او په اسانه د رادار لخوا نشي تثبیتیدلی . ( بیرقدار قزل ایلما ) بې پیلوټه جنګي الوتکه چې د لنډې ځغاست لیکې نه الوتنې او کیناستو توان او ظرفیت لري د محاربې په ډګر کې به یو انقلاب رامنځته کړي. ( بیرقدار قزل ایلما ) الوتکه چې د ۸ نیم ټنه وزن لري د ۱۵۰۰ کیلو ګرامه بار وړلو ظرفیت لري. د AESA ملي رادار سره به د وضعیت لوړ پوهاوی هم ولري. دا الوتکه به د ټولو کورني او ملي مهماتو د استفادې توان ولري.