تورکیې خپل لومړنۍ ستره تعرضي‌ جنګي‌ کښتۍ پرون سمندري‌ ځواکونو ته وسپارله

په نړۍ کې لومړنۍ د په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو لیږدونکې ستره جنګي‌ کښتۍ TCG اناتولي سمندري ځواکونو قوماندانۍ ته وسپارل شوه.

1972693
تورکیې خپل لومړنۍ ستره تعرضي‌ جنګي‌ کښتۍ پرون سمندري‌ ځواکونو ته وسپارله
tcg anadolu.jpg
TCG Anadolu.jpg
TCG ANADOLU3.jpg
tcg anadolu.jpg
TCG ANADOLU1.jpg
TCG ANADOLU2.jpg

په نړۍ کې لومړنۍ د په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو لیږدونکې ستره جنګي‌ کښتۍTCG اناتولي سمندري ځواکونو قوماندانۍ ته وسپارل شوه.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړې کښتۍ سمندري‌ ځواکونو ته د سپارولو  په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: « ازه غواړم  له دې ځایه خپل ملت ته یو بل خبر ورکړم. موږ به TCG انادولو دا ستره کښتۍ  له دې ځای څخه سرکیسي ته واستوو او زموږ TCG انادولو کښتۍ به په سرکیجي بندر ته انتقال کړو او هلته به يي  د  خپلو خلکو  پرمخ  خلاصه کړو. موږ غواړو چې زموږ خلک راشي او زموږ د TCG انادولو کښتۍ څخه لیدنه وکړي، یوازې موږ باید پدې کښتۍ افتخار ونکړو. راځئ چې ملت ته فرصت ورکړو چې په TCG انادولو  کښتۍ افتخار وکړي‌ او وویاړي، "

TCG  انادولو  د نړۍ لومړۍ  د بې پیلوټه الوتکو لیږدونکې  او د تورکیې تر ټولو لویه پوځي کښتۍ ده چې نن  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د یو لړ  ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سمندري ځواکونو قومندانۍ ته وسپارل شوه. د ویلو ده چې پدې مراسمو کې  د نوي میلګم بېړۍ لپاره د " اوسپنې  پرې کولو مراسم"  هم ترسره شول. د ویلو ده چې پدې مراسمو کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره، د تورکیې د ملي شورا مشر مصطفی شینتوپ، د ولسمشر مرستیال فوات اوکتای، د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالن، د عدالت او پراختیا  ګوند مرستیال مشر بن علي یلدرم، د ملیت پالو غورځنګ ګوند  مشر دولت باغچلي، د لوی یووالي‌ ګوند  مشر مصطفی دسته جي، د نوي‌ رفاح ګوند مشر فاتح اربکان، د HUDA-Par مشر زکریا یاپیک اوغلو، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک، د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر او یو زیات شمیر نورو چارواکیو ګډون کړی وو.

 ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د دفاعي صنایعو بودجه ۷۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ، د هغه پروژو په ګډون چې چارې دوام لري.

د TCG انادولو څو مقصدي تعرض  کښتۍ پروژه ، چې دلته ۷ کاله مخکې پیل شوې وه دادې د الله په مرسته بشپړې شوې. دا کښتۍ د  هلیکوپتر، د په وسلو سمبال ټي بي ۳ بیرقدار بې پيلوټه الوتکو، او لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکې قیزل ایلما به وکوالی شي د پدې کښتۍ کې ښکته شي ‌‌او ددې کښتۍ نه الوتنه وکړي.

"دا کښتۍ یو داسې سمبول دی چې په نړۍ کې زموږ د نفوس خاوند موقف او موقعیت به لا پسې مضبوط او پياوړی کړي"

ولسمشر اردوغان وویل چې  مونږ د خپلې TCG انادولو کښتۍ لومړنۍ مراسم هم په همدې ځای کې جوړ کړي‌ وو. د ۷ کلونو وروسته، موږ خپل TCG انادولو کښتۍ د پرانیستو مراسمو او  خدمت ته وړاندې کولو مراسمو هم همدلته جوړ کړي‌ دي. موږ خوشحاله یو، موږ ویاړو. زه هیله لرم چې زموږ د هیواد ترټولو لوی نظامي کښتۍ، TCG انادولو، زموږ د اتل اردو لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي. دا زموږ لپاره کافي ندي. هیله ده چې زموږ دوهم پړاو د دې الوتکې وړونکې بیړۍ د جوړولو لپاره وي او له ډېرو هېوادونو سره مو خبرې اترې کړې دي او همدا کار کوو. موږ به د الوتکو لیږدونکې کښتۍ هم جوړه کړو. موږ دې کښتۍ ته د یوه سمبول په توګه ګورو چې په سیمه کې به زموږ دریځ په خپله سیمه کې او د تورکیې په پیړۍ کې د نړۍ مشر په توګه وټاکي. موږ د خپلو 3 نوي MİLGEM سټویج کلاس جنګي‌ کښټۍ  د فلز پرې کولو هم ترسره کوو. دا کښتۍ به په سمندرونو کې زموږ طاقت او قوت لا پسې پیاوړی کړي. TCG انادولو، چې دادی سمندر‌ي ځواکونو ته سپارل کیږي‌ او په خدمت به پيل وکړي، په خپل ډګر کې د نړۍ لومړۍ جنګي بېړۍ ده، چیرې چې ترټولو لوی او درنې چورلکې او بې پیلوټه الوتکې کولی شي پکې کیني‌ او الوتنه ترینه وکړي. په بل عبارت، TCG انادولو د نړۍ لومړی د په وسلو سمبال ډرون الوتکو لیږدونکې  کښتۍ ده. بیرقدار ټي بي‌ ۳، قزل ایلما بې پيلوټه  الوتکه او حور جیټ جنګي‌ الوتکې  به وکولای شي په دې کښتۍ کې ښکته او پورته شي. برسېره پر دې، ټانکونه، زغروال وسایطو د انتقال توان هم لري. دا کښتۍ داسې ځانګړتیاوې لري چې موږ به د اړتیا په وخت کې د نړۍ په هر ګوټ کې نظامي او بشري عملیات ترسره کړو."

"موږ د خپلې ملي بېړۍ د جوړولو په لور یو لوی ګام اخیستی دی"

ولسمشر اردوغان وویل چې په دې پروژه کې ۱۳۱ فرعي قراردادیانو برخه اخیستې چې نږدې ۷۰ سلنه د کورني‌ او ملي‌ امکاناتو سره جوړه شوې ده. د TCG انادولو په برکت به ، موږ وکولی شو په اسانۍ سره د اجین، مدیترانې او تور بحرونو بحراني سیمو ته د کنډک په کچه ځواک د اصلي ملاتړ اړتیا پرته انتقال کړو. د وسلو سیسټمونه، د جګړې مدیریت سیسټم، بریښنایی جنګی سیسټمونه، د انفراریډ لټون او تعقیب سیسټم، لیزر خبرداری سیسټم، تورپیډو دفاعي سیسټم، په کښتۍ کې رادارونه زموږ د کورني او ملي صنایع لخوا جوړ  شوي دي. د نظامي موخو سربیره، موږ کولی شو چې د اړتیا په صورت کې  دا کښتۍ، چې  د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې پر مهال  د مرستې ماموریتونو او بشردوستانه عملیاتو لپاره وکاروو .، په بشپړ ډول مجهز روغتون او عملیاتي خونې هم لري. د دې ټولو ځانګړتیاو سره، د TCG انادولو له برکته به ، موږ یو داسې هیواد شو چې په نړۍ کې لومړی او د جګړې د سیر بدلوونکي‌  ټیکنالوژیو، سیسټمونو او حلونو مخکښ دی. هغه تجربه چې موږ په داسې پروژو کې ترلاسه کړې موږ ته اجازه راکوي چې زموږ هیواد ته نور پرمختللي ټیکنالوژي راوړو، کوم چې ډیر کورني او ملي دي. موږ په اصل کې ددې  سترې  تعرضي‌  کښتۍ د جوړولو په پیل کولو سره، د خپل ملي الوتکې وړونکي  کښتۍ د تولید لپاره لوی او لومړی  ګام اخیستی دی. زه باور لرم چې زموږ د کښتۍ جوړولو صنعت به دا کار هم وکړي‌ او زموږ د ملي الوتکې وړونکي بیړۍ به هم جوړه کړي.



اړوند خبرونه