د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت یو ځل بیا زلزلې ولړزو.
په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا زلزله وشوه
1956076
د تورکیې د قهرمان ماراش ولایت یو ځل بیا زلزلې ولړزو.
د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې نن دوشنبه د مارچ ۷ مه نیټه د غرمې په ۱۲ بجو او ۴۰ دقیقو د قهرمان ماراش ولایت د اون ایکي شوبات په ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه د ۴ عشاریه ۴ په شدت سره زلزله رامنځته شوه.
د زلزلې په نتیجه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. زلزله د مځکې لاندې په ۷ نیم کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
د یادولو وړ ده چې د فبروري په شپږمه نیټه په تورکیه کې په ۱۱ ولایتونو کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ او ۷ عشاریه ۶ په شدت سره دوه غبرګې زلزلې رامنځته شوې چې له امله يي څه باندې ۴۶۰۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو زره نور ټپیان شوي دي.