تورکیې د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

تورکیې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال ترهګرۍ  هیواد راپور په اړه ډیر سخت  غبرګون وښود.

1954325
تورکیې د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

تورکیې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال ترهګرۍ  هیواد راپور په اړه ډیر سخت  غبرګون وښود.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سفیر تانژو بلګیچ، د راپور په اړه په خپور کړي بیان کې سخت غبرګون وښود.

هغه د نوموړي  راپور په غبرګون کې ویلي دي چې "د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال  په راپور کې  په قصدي ډول د ترهګرو سازمانونو چې زموږ د هیواد ملي امنیت ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی ، پر وړاندې زموږ د هیواد  مبارزه تحریف شوې ده."

هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  تورکیه د ترهګرو سازمانونو په ځانګړې توګه د  پي کاکا ، پي وای ډي، وای پي جي، ډي ایچ کا پي – سي ، فتو او داعش  په ګډون د ټولو ترهګرو سازمانونو پر خلاف پرته د هر ډول توپیر نه یو شان قوي مبارزې ته دوام ورکړي. خپله مبارزه د نړۍوالو قوانینو پر بڼسټ پر مخ وړي. همداشان تورکیه ددې مبارزې پدې برخه کې د نړیوالو هڅو سره  په اغیزمنه توګه مرسته کوي.

بلګیچ زیاته کړې ده چې، امریکا د پي کاکا ترهګري ډلې د څانګې تش په نامه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو نه   د داعش پر خلاف په مبارزه کې د خپل متحد او شریک په توګه یادونه کړې ده چې تر ټولو ستره اشتباه ده.  امریکا  "د یوه ترهګریز سازمان په وړاندې مبارزه  کې د بل ترهګر سازمان سره په ګډه حرکت کول او کار اخیستل تر ټولو ستره اشتباه ده چې دې هیواد چارواکیو دا خبره  لا تر اوسه نده احساس کړې.

بلګیچ ویلي دې چې  پدې راپور د متعصبو رسنیو راپورونو ته په اشارې سره ، دا "یو عجیبه" خبره ده چې د سوریې او عراق پروړاندې د تورکیې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ملکي تلفاتو ادعاګانو ته ځای ورکړ شوی دی.

" په ۲۰۱۶ کال کې په تورکیه کې د خونړۍ کودتا د هڅې مسئول د فتو ترهګریز سازمان چې د امریکا په ګډون په یو زیات شمیر هیوادونو کې جرمي  فعالیتونو ته دوام ورکوي،د  دوې  جرمونه د تورکیې د قضايي ارګانونو لخوا د کره شواهدو او دلایل سره  په ډاګه شول. د امریکا لخوا پدې راپور کې د فتو پر خلاف د مبارزې نه د سیاسي عملیاتو په توګه یادونه د منلو وړ نده. د امریکا نه زموږ غوښتنه په خپل هیواد کې هر څه ژر ددې ترهګریز سازمان د روانو فعالیتونو مخنیوی کول او ددې ترهګري سازمان مشر تورکیې ته سپارل دي.

بلجیچ، له بلې خوا، په ګوته کړه چې حقیقت دا دی چې په راپور کې تورونه شامل دي "د اوریدلو او متعصب مطبوعاتي راپورونو پر بنسټ" د راپور د جديت په اړه شکونه راپورته کوي،

"موږ پر امریکا غږ کوو چې د اتحاد له روحیې سره سم له خپل هېواد سره پیوستون وښيي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اصولي، ثابته او اغېزمنه تګلاره غوره کړي."



اړوند خبرونه