د تورکیې ملي استخباراتو د پي کاکا ترهګرې ډلې یو مهم مشر له منځه یوړ

د تورکیې ملي استخباراتو د عراق په شمال کې  د سینجار په سیمه کې د پي کاکا ترهګري سازمان یو تن مهم مشر سعد علي بیدل د ځانګړو هدفي عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړ.

1954258
د تورکیې ملي استخباراتو د پي کاکا ترهګرې ډلې یو مهم مشر له منځه یوړ

د تورکیې ملي استخباراتو د عراق په شمال کې  د سینجار په سیمه کې د پي کاکا ترهګري سازمان یو تن مهم مشر سعد علي بیدل د ځانګړو هدفي عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړل.

د امنیتي سرچینو د ترلاسه شوي معلوماتو له مخې، د تورکیې د ملي استخباراتو منسوبینو د عراق په شمال کې د سینجار د سیمې لپاره د پي کاکا ترهګري سازمان پوځي  مسئول په جیکو پیر مشهور سعد علي بیدل  چې د تورکیې وسله والو ځواکونو او په سیمه کې پر بې ګناه خلکو یو زیات شمیر بریدونه ترسره کړي  وو او پخپله يي پدې بریدونو کې برخه اخیستې وه د تعقیب لاندې نیولی وو. امنیتي ځواکونو د هغه راپور د ترلاسه کولو نه وروسته چې نوموړی ترهګر د عراق په شمال کې د موصل په ښار کې د تورکیې د باشیکا پر هډې د برید پلان جوړ کړی دی ، سمدلاسه په حرکت پيل وکړ.

د ملي استخباراتو منسوبینو په هغه ځای چې هغه پکې پټ وو ځانګړي عملیات ترسره کړل او هغه يی له منځه یوړ.

ددې ترهګر له منځه وړو سره په سیمه کې پي کاکا ته یو بل سخت ګوزار ورکړ شو.


پيوندونه: #پي کاکا , #تورکیه

اړوند خبرونه