د مصر نه تورکیې نه د لسو کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه رسمي سفر کیږي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري نن تورکیې ته راځي.
د مصر نه تورکیې نه د لسو کلونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه رسمي سفر کیږي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري نن تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري په تورکیه کې د رامنځته شوې زلزلې له امله د خواخوږۍ او تسلیت مراتبو د وړاندې کولو او پیوستون د ښودولو په موخه د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په ۲۷ مه نیټه تورکیې ته راځي."
تمه کیږي چې شکري به د تورکیې د ادانا او مرسین ولایتونو نه لیدنه وکړي. همداشان شکري د سفر سره سم د مصر په مرستو بار یوه کښتۍ به د تورکیې د مرسین ولایت بندر ته راورسیږي . همداشان شکري به د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره به دوه اړخیزه ناسته وکړي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې تورکیې او سوریې ته د بهرنیو چارو د وزیر د سفر موخه له زلزلې وروسته د دواړو هېوادونو او د دوی له وروڼو ولسونو سره پیوستون ښودل دي.