ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

یا تاسو پوهیږئ چې مشهور عکاس آرا ګولر د افروډیسیس لرغونی ښار په تصادفي‌ توګه  کشف کړی دی؟

1945465
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

یا تاسو پوهیږئ چې مشهور عکاس آرا ګولر د افروډیسیس لرغونی ښار په تصادفي‌ توګه  کشف کړی دی؟

د تورکیې نامتو انځورګر آرا ګولر چې په ۱۹۵۸ کال کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله د ماموریت د  سفر پر مهال يي  خپله لاره ورکړه کړه.  په کوم کلي کې چې هغه دمه کړې وه  هغه  ډیر او تاریخي‌ ستونونه ، ستنې ، مجسمې ویني‌ او سمدلاسه عکسونه اخلي. د آرا ګولر لخوا اخیستل شوو  دې عکسونونو، د نړۍ د مهمو خپرونو او یونیسکو  سازمان پام ځانته رااړولی وو. د ګولر د کار او د نړۍ د مطبوعاتو د علاقې په پام کې نیولو سره، دا معلومه شوه چې دا تاریخي  ستونونه او مجسمې  د افرودیسیس د لرغوني ښار پورې اړه لري، چې د میلادي‌ نه پنځه پيړۍ مخکې تاسیس شوی.

د افروډیسیس لرغونی ښار په لویدیځ اناتولیا کې موقعیت لري ، د ایډین په کارجاسو ولسوالۍ کې ، د ګیر کلي ته نږدې  موقعیت لري. لکه څنګه چې د دې نوم نه معلومه ده دا ښار ، د مینې او ښکلا  د الهه نه اخیستل شوی دی او  "د افروډیټ ځای او سیمه" په معنا هم دی. افرودیسیس  د روم په دوره کې د افرودیټ  د معبد   مشهور یو ډیر مدرن ښار اوو. د آرا ګولر د لرغوني ښار له کشف وروسته، لرغونپوه پروفیسور ډاکټر کینان توفیق  ایریم شخصي نوښتونو سره ، په افروډیسیس ښار کې د تاریخې کیندنو  باندې  پیل وشو. پروفیسور ډاکټر کینان توفیق  ایرم په نیویارک پوهنتون کې د کلاسیک پیړۍ  پروفیسورۍ  او د افروډیسیس کیندنې مشري‌ تر ۱۹۹۰ کاله پوره د مرګ پر مهاله په غاړه درلوده. پروفیسور توفیق  نړۍ ته د خپلو سفرونو د نړۍ په کچه ددې ښار د معرفي‌ کولو او شهرت ترلاسه کولو په برخه کې ډیره زیاته مرسته کړې ده .. ایرم په خپلو سفرونو، لیکنو او ویناوو سره په ټوله نړۍ کې د Aphrodisias مشهورولو او د کیندنو لپاره د تمویل په برابرولو کې لویه مرسته وکړه.

د لرغوني ښار معبد، حمام او اګورا، لوبغالی، د ۸ زرو څوکیو تیاتر، د روم - بازنطین دورې ترمنځ جوړ شوی  دیوالونه، اکروپولیس او اوډیون هغه جوړښتونه دي چې نن هم ولاړ دي. د ویلو دنه چې دلته تر ټولو د مهمو اثارو نه یو هم  لوبغالی دی چې د لسو زرو نه د ډیرو کسانو ظرفبت جوو شوی دی. ، دا لوبغارې د ښار په شمال کې موقعیت د ۲۷۰ تنو په اوږدوالي‌ سره د ۳۰۰۰۰ تنو په ظرفیت جوړ شوی دی.

د رومن، بازنطیني او د اسلامي دورې ابتدايي اثار د افروډیسیس میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوي، دا یو له نادر موزیمونو څخه دی چې د کنډوالو سره تړلی دی او د کیندنې پرمهال کشف شوي آثار نندارې ته وړاندې کوي.

دا ښار چې په ۲۰۰۴ کال کې د متخصصینو نه جوړ د ژوري‌  هیت لخوا د نړۍ تر ټولو د ښه لسو لرغونو  ښارونو په لست کې شامل شول. همداشان دا ښار په ۲۰۱۷ کال کې د د یونسکو سازمان د تاریخي‌ میراثونو په لست کې شامل



اړوند خبرونه