په تورکیه کې د زلزله ځپلو سیمو نه د امیدونو او هیلو نه ډک خبرونه راروان دي.
د تورکیې د یو زیات شمیر زلزله ځپلو سیمو نه د ژغورنې او هیلو نه ډک خبرونه راروان دي
په تورکیه کې د زلزله ځپلو سیمو نه د امیدونو او هیلو نه ډک خبرونه راروان دي.
د تورکیې د غازي انتپ ولایت د اصلاحیه په ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د چپه شوې یوې ودانۍ د خاورې او ملبې لاندې ۴ کسیزه کورنۍ تثبت شول.
د ویلو ده چې د ژغورنې د ډلو د ډیرو زیاتو او دقیقو هڅو په نتیجه کې لومړی د ددې څلور کسیزې کورنۍ ۴ کلنه لور شنګل وژغورل شوه او امبولانس کې روغتون ته واستول شوه.
همداشان د ژغورنې ډلو وروسته د نوموړې ۴ کلنې ماشومې پلار وژغوره. د سیزايي قره باجاق په نامه نوموړي ژغورل شوي کس د ژغورنې د ډلو نه غوښتنه وکړه چې میرمن يي وژغوري .
همداشان د ژغورنې ډلو د هغه نه د هغې د میرمن او یو بل ماشوم دقیق ځای په اړه معلومات واخیستل .
د ویلو ده چې ۳۵ کلن سیزايي قره باجاق او د هغه لور شینګل د زلزلې نه ۱۳۳ ساعته وروسته د چپه شوې ودانۍ د خاورو او ملبې لاندې نه راویستل شول.
د ژغورنې ډلې په سیمه کې د دوو نورو کسانو د ژغورولو په خاطر کار کوي.