په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۲۸۷۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۶۳۹۳۷ تنو لوړه شوه.
په تورکیه کې د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري
1944068
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۱۲۸۷۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۶۳۹۳۷ تنو لوړه شوه.
د تورکیې د ناورین او د بیړنیو حالاتو ادارې د ځاني تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل. د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ویلي چې د هیواد په لسو ولایتونو کې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي سره د رامنځته شوو دوو جلا جلا زلزلو نه وروسته د پلټنې او ژغورنې چارې دوام لري.
زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې رسیدلي او را روانې دي.
د ژغورنې او پلټنې عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.
د ویلو ده چې پرون د غرمې په یو بجه او ۲۵ دقیقو په قهرمان ماراش ولایت کې یو ځل بیا د ۷ عشاریه ۶ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوه.