په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۸۵۷۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۴۹۱۳۳ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري

1943844
په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۸۵۷۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۴۹۱۳۳ تنو لوړه شوه.

په تورکیه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۸۵۷۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره د ۴۹۱۳۳ تنو لوړه شوه.

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنې پر مهال   د ځاني‌ تلفاتو د وروستیو ارقامو په اړه معلومات ورکړل. ولسمشر اردوغان په قهرمان ماراش ولایت د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنې پر مهال وویل چې  چې  د هیواد په لسو ولایتونو کې د ريښتر په کچه د ۷ عشاریه ۷ په لویوالي‌ سره د رامنځته شوو دوو جلا جلا زلزلو نه وروسته  د پلټنې او ژغورنې‌ چارې دوام لري.

زلزله ځپو سیمو ته د مځکې او هوا له لارې مرستندویه ډلې رسیدلي‌ او را روانې دي.

د ژغورنې او پلټنې عملیات  د خپل ټول شدت سره دوام لري.

په سیمه کې د زلزله ځپلو کورنیو د سرپناه لپاره څه باندې ۹۰ زره  لیږل شوي چې ۷۰۸۱۸  کورنۍ خیمې جوړې شوې.

۹۶ زره ۶۷۰ تنه  د لټون او ژغورنې پرسونل په ساحه کې کار کوي.

ټول ۵۴۰۲ وسایط، په عمده توګه بیلدوزرونه، ګریډرونه، کرینونه، لارۍ او ډول ډول ساختماني تجهیزاتو باندې سمبال وسایط په زلزله ځپلو سیمو کې  کار کوي.

د هیواد د سمندري ځواکونو لخوا  سیمې ته د پرسونل، موادو او زلزله ځپلو د تخلیې په موخه لس کښتۍ استول شوي دي. همداشان د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ اړوند دوه ځانګړې الوتکې هم سیمې ته د موادو او زلزله ځپلو سیمو نه د خلکو د تخلیې په خاطر په دنده ګمارل شوي دي.

د هوا د شرایطو د ښه کیدو نه وروسته چورلکو هم سیمې ته د پرسونل  او اړینو موادو د انتقال او سیمې نه د خلکو د تخلیې په خاطر الوتنې پيل کړي دي.



اړوند خبرونه