ولسمشر اردوغان په اروپايي هیوادونو کې پر قرانکریم د بریدونو په اړه سخت غبرګون وښود
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په يو شمېر اروپايي هېوادونو كې پر قران كريم د بريدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
1939072
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په يو شمېر اروپايي هېوادونو كې پر قران كريم د بريدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
"ولسمشر اردوغان وویل چې " دوی ددې بریدونو سره یوازې د خپلو کرکټرونو نیمګړتیاوې څرګندوي."
ولسمشر اردوغان د هالنډ په پلازمینه امستردام کې جوړه شوې " په هالنډ کې د ترکانو سره لیدنه " تر نامه لاندې غونډې ته کې د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې پر قران کریم بریدونه په کلکو ټکو وغندل او زیاته کړه ،
"د قرآنکریم ساتونکی الله سبحانه وتعالی دی. دوی ددې ډول بریدونو سره یوازې د خپلو شخصیتونو نیمګړتیاوې څرګندوي. دوې هغه بې کرکټره کسان دي چې د تورات د ساتنې پریکړه کوي او په قرآنکریم بیا داسې بې رحمانه بریدونه ترسره شوي دي."