چاووش اوغلو : مونږ پر امریکا غږ کوو چې د یونان سره په اړیکو کې یو د توازن نه کار واخلي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی دی وویل ،"مونږ پر امریکا غږ کوو چې د یونان سره په اړیکو کې یو د توازن نه کار واخلي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی دی وویل ،"مونږ پر امریکا غږ کوو چې د یونان سره په اړیکو کې یو د توازن نه کار واخلي.
چاووش اوغلو د تورکیې-امریکا ستراتیژیک میکانیزم د وزیرانو د دویمې غونډې په څنډه کې، په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره وکتل او وروسته یې د تورکیې د رسینو استازو ته د لیدنې په اړه معلومات ورکړل.
د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو د دې په بیانولو سره چې "امریکا له یونان سره په خپلو اړیکو کې توازن خراب کړی دی"، د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو وویل چې یونان د غیر پوځي ټاپوګانو حیثیت ته پام نه کوي او امریکا پدې مسلې هیڅ اعتراض نه لري.
چاووش اوغلو په مدیترانې کې د پرمختګونو په اړه وویل ، امریکا پر سویلي قبرس د وسلو بندیز لرې کړ. هغه وویل زه پوښتنه کوم ،
" سویلي قبرس به وکولای شي چې له امریکا څخه وسلې واخلي، د چا پر ضد؟ د شمالي قبرسیانو په مقابل کې او که د تورکیې پر ضد. ځکه چې سویلي قبرس د پیسو مینځلو په برخه کې ښه همکاري کړې ده. که خبره د پیسو وي، بېلابېل تشویقونه ورکولای شي. دا د توازن ماتولو په معنا ده." مونږ پر امریکا غږ کوو چې د تورکیې او یونان سره په اړیکو کې توازن وساتي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو پر یونان د امریکا د F-35 ډوله الوتکو د پلورلو په اړه وویل: "مونږ د یونان په څېر د خنډ پالیسي تعقیبوونکی یو هیواد نه یو، مونږ پر ځان باور لرو."
چاوش اوغلو ټینګار وکړ چې په دې مسله کې د امریکا باید د ناټو د دوو غړو هیوادونو ترمنځ توازن وساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم له مولود چاوش اوغلو سره تر لیدنې وروسته په خپل ټویټر پاڼه کې د تورکیې او اوکراین، سوریې او نورو ګڼو مسایلو په اړه د همغږۍ د دوام پیغام ورکړ.
بلینکن وویل چې دوی د ستراتیژیک میکانیزم په چوکاټ کې د چاووش اوغلو سره په ډیری مهمو مسلو بحث وکړ.
"زه د اوکراین، سوریې او نورو ګڼو مسلو پر وړاندې د روسیې د نااعلان شوې جګړې په اړه د ناټو د غبرګون په اړه د همغږي دوام ته سترګې په لار یم."
وزیر بلینکن د غونډې پرمهال اخیستل شوي عکسونه هم نشرل کړل.