په سویډن کې د ستاکهولم پوهنتون د تورکیې د محصلې نه بښنه وغوښته

په سویډن کې د ستاکهولم پوهنتون یو پروفیسور وروسته له هغه د یوې  تورکي محصلې نه بخښنه وغوښته  چې  دا خبره معلومه شوه چې هغه  د تورکیې لخوا د ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب مخه نیول شوې  د ادعا په کولو سره د هغه د ستاژ غوښتنلیک رد کړی وو.

1934114
په سویډن کې د ستاکهولم پوهنتون د تورکیې د محصلې نه بښنه وغوښته

په سویډن کې د ستاکهولم پوهنتون یو پروفیسور وروسته له هغه د یوې  تورکي محصلې نه بخښنه وغوښته  چې  دا خبره معلومه شوه چې هغه  د تورکیې لخوا د ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب مخه نیول شوې  د ادعا په کولو سره د هغه د ستاژ غوښتنلیک رد کړی وو.  

د ستاکهولم پوهنتون څخه په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  "په تورکي او سویډني رسنیو کې د یو کس د ستاژ  لپاره غوښتنلیک څرګند شو. د ستاژ د غوښتنې ردولو ته د ناټو په سازمان کې د سویډن د غوښتنلیک  سره تړاو ورکړ شوی دی .

په بیان کې دې ته په اشارې سره ویل شوي دي چې پوهنتون باید له ټولو سره مساوي او درناوي  سره چلند وکړي  او په هیڅ ډول تبعیض نه منل کیږي. په بیان کې راغلي دي چې  پوهنتون له محصلې  څخه بخښنه وغوښته او هغې ته يي  وړاندیز یې وکړ د ستاژ په بله دوره کې د هغه سره مرسته وکړي.

د استانبول ابن خلدون پوهنتون د رواني ناروغیو د پوهنځي د دریم صنف محصلې فاطمه زهرا  ، د اروپا په یوه پوهنتون کې د ستاژ کولو حق ترلاسه کړ. هغې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۳ مه نیټه  په سټاکهولم پوهنتون کې د پروفیسور پیر کارلبرینګ  په مشرۍ په یو تحقیقاتي پروژه کې د ګډون په خاطر هغه ته برښنا لیک واستوه.

سویډني پروفیسور د هغې د برېښنالیک په ځواب کې لیکلي وو چې  "ګرانې فاطمې، زه ما غوښتل چې ستا کوربه توب وکړم، خو دا چې تورکیې د ناټو په سازمان کې د سویډن د غړیتوب مخنیوی کړی دی زه مجبور یم چې ستا غوښتنلیک رد کړم. زه بښنه غواړم او ډیر خواشینی یم.

فاطمې وویل دده سره دا ډول چلند کیدای شي چې  په سمندر کې یو څاڅکې وي. هغې پوره باور لري چې د ډیرو نورو کسانو سره هم ورته تبعیض امیزه چلند شوی دی.

د ویلو ده  چې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د فاطمې زهرا سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او  د هغه د شجاعت او مبارزې ستاینه يي وکړه.


پيوندونه: #بښنه , #سویډن

اړوند خبرونه