تورکیې وسله والو ځواکونو یوه بله ډیره مهمه وړتیا هم ترلاسه کړه.
تورکیه د دفاعي صنعت په برخه کې د ځان بسیاینې په برخه کې هره ورځ مهم ګامونه اوچتوي
تورکیې وسله والو ځواکونو یوه بله ډیره مهمه وړتیا هم ترلاسه کړه.
تورکیې په دې وروستیو کلونو کې د دفاعي صنعت په برخه کې د پرمختګونو سره، د دې وړتیا ترلاسه کړې چې د بل هیواد هوایي حریم ته له ننوتلو پرته د پولې هاخوا هوایي عملیات تنظیم کړي. د تورکیې وسله والو ځواکونو اړوند اف ۱۶ جنګي الوتکو د پنجې تلوار په عملیاتو کې، د سوریې له پولې څخه د تیریدو پرته، د ۱۰ نه تر ۵۰ کیلومترو په واټن کې د PKK/YPG ترهګرو سازمان اهداف په نښه کړل.
په دې وروستیو کلونو کې د دفاعي صنعت په برخه کې د ملي او ځايي وسلو د تولید سیستمونو د تورکیې د وسله والو ځواکونو وړتیا څو برابره زیات کړې ده چې د ځمکې او هوا له لارې له پولې هاخوا هدفونه په نښه کړي.
تورکیې د SOM په نامه اداره کیدونکی زیرک توغندی چې له هوا څخه ځمکې ته د ۲۵۰ کیلومتره واټن په ظرفیت جوړ شوی دی ، تر دې مخکې له پلازمینې انقرې څخه په قونیه ولایت کې او له قونیې ولایت څخه د مدیترانې په سمندر کې خپل ټاکلي هدفونه په ډیر بریالیتوب سره له منځه وړي وو. د نوامبر په ۲۰ دا معلومه شوه چې د تورکیې د پنجې تلوار په هوایی عملیاتو په جریان کې ، پرته ددې چې بل هیواد هوايي حریم ته داخل شي هلته د هوايي او مځکنیو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا ترلاسه کړې ده.
د ویلو ده چې د تیر کال نوامبر د میاشتې په ۱۳ مه نيټه د استانبول په استقلال کوڅه کې د تروریستي برید وروسته، د تورکیې وسله والو ځواکونو د نوامبر په ۱۹ مه نيټه د شپې په ناوخته ساعتونو کې د عراق او سوریې په شمال کې د پي کاکا او وای پي جي ترهګریزو سازمانونو په اهدافو باندې بریدونه ترسره کړل. د سوریې په شمال کې له تل رفعت څخه نیولې بیا دعراق په شمال کښې له اسوس پورې په پراخې کرښې کې د د پي کاکا او وای پي جي ترهګرې ډلې ۸۹ هدفونه له منځه یوړل شول . په دغو عملیاتو کښې د سوریې په شمال کښې د روسیې او امریکا تر کنټرول لاندې په ځینو سیمو کې د ترهګرو هدفونه هم په نښه شول. پدې عملیاتو کې د F-16 جنګي الوتکو سربیره، شاوخوا ۷۰ الوتکو لکه بې پیلوټه تعرضي الوتکو، په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو، ټانکر الوتکو، د هوا کنټرول او کشفي الوتکو ګډون کړی وو.
F-16 جنګي الوتکو، په وسلو سمبال بې پیلوټه او تعرضي بې بيلوټه الوتکو د عراق په شمال کې ددې هیواد هوايي حریم کې دننه عملیات ترسره کړل. په قندیل، اسوس او هاکورک سیمو کې د PKK د اهدافو په وړاندې کارول شوي مهماتو د ټولو پام ځانته اړولی. بې پیلوټه الوتکې؛ دې د PKK اهداف په نښه کړل چې مخکې د استخباراتو له لارې کشف شوي، لکه څمڅې، پټنځایونه، تجمع مرکزونه، مرکزي دفترونه او او وسلو او مهماتو ډیپلوګان په څیر په نښه شوي هدفونه د F-16 الوتکو لخوا د نفوذي بمونو سره وویشتل شول.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د تورکیې F-16 جنګي الوتکو بیا د سوریې په شمال کې پرته له دې چې له پولې تېر شي د ترهګرو ځالې په نښه کړي. پدې بریدونو کې د د پي وای ډي اهداف له منځه وړل شوي دي. همداشان پدې عملیاتو کې د تورکیې د ځايي او ملي سوم لارښود توغندیو نه هم کار واخیستل شو. د تورکیې اف ۱۶ او اف ۴ جنګي الوتکې پرته له دې چې د سوریې هوايي حریم ته داخل شي د سوریې په شمال کې د مخکې نه تثبیت شوي او په نښه شوي اهداف د لارښود توغندیو سره له منځه یوړل شول.