د تورکیې  د ملي دفاع وزیر خلوصي یو ځل بیا یونان ته خبرداری ورکړ.

د تورکیې د ملي دفاع وزیر وزیر اکار د تورکیې د وسله والو ځواکونو قوماندانانو سره په ګډه  په کوجا ایلي ولایت کې  د  ګولجوک د سمندري ځواکونو  قوماندانۍ معاینه او کنټرول کړه.

1929861
د تورکیې  د ملي دفاع وزیر خلوصي یو ځل بیا یونان ته خبرداری ورکړ.

د تورکیې  د ملي دفاع وزیر خلوصي یو ځل بیا یونان ته خبرداری ورکړ.

 اکار د دې ادعا په اړه چې یونان چمتو دی د ګیریت ټاپو کې خپل سمندري حریم د ۶ سمندي میلونو نه  ۱۲ میلونو پراخه کړي وویل "مونږ له ۶ میلونو څخه زیات یو ذره هم نه منو."

د تورکیې د ملي دفاع وزیر وزیر اکار د تورکیې د وسله والو ځواکونو قوماندانانو سره په ګډه  په کوجا ایلي ولایت کې  د  ګولجوک د سمندري ځواکونو  قوماندانۍ معاینه او کنټرول کړه.

اکار دلته په خپله وینا کې دې ادعا ته په اشارې سره چې یونان د ګیریت په ټاپو کې خپل سمندري حریم  ۶ میلونو څخه ۱۲ میلونو ته لوړولو ته چمتووالی نیسي وویل "مونږ به له ۶ میلونو څخه  یوه ذره زیات هم  ونه منو."

اکار د ځینو یوناني چارواکو پر هغو څرګندونو هم نیوکه وکړه چې ویلي یې و «تورکیه د یونان لپاره ګواښ دی».

هغه وويل: "موږ د تورکيې په توګه هيچا ته ګواښ نه دی کړی، مونږ هيڅکله يونان ته ګواښ نه دی کړی. تورکيه يو پياوړی، د باور وړ او اغېزمن متحد دی. پياوړی تورکيه، پياوړی وسله وال ځواکونه، قوي ناټو، پياوړی اتحاد. موږ غواړو هر څوک په دې پوه شي."

خلوصي  اکار همداشان وویل چې تورکیه د قبرس د ضمانت کوونکو هیوادونو په ډله کې ده.

"په شمالي قبرس کې د  قبرس تورکي جمهوریت تاسیس شو، مسله د هغې د پېژندنې مسله ده، موږ په دې مسله کار کوو. موږ یونان ته وایو چې غلط حساب مه کوئ، غلطه لاره مه اخلئ او له تاریخ څخه زده کړه وکړئ، مخکې له دې چې  ستاسې هیلې په اوبو کې ډوبې شي سالم فکر وکړۍ." ناسم حسابونه له انقرې څخه بیرته ګرځي.

هغه یو ځل بیا یونان ته خبرداری ورکړ چې د پاروونکو اقداماتو نه لاس واخلي.



اړوند خبرونه