د تورکیې او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او پر الاقصی جومات د برید په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

1927753

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چاووش اوغلو او بن زاید په افغانستان کې  د طالبانو لخوا نجونو پر تعلیم د بندیز لګولو په هیواد کې د  ملي او نړیوالو نادولتي او بشري سازمانونو  څخه د ښځینه کارکوونکې له دندو څخه د ګوښه کولو په اړه په ګډو اندیښنو خبرې وکړې.

چاوش اوغلو  ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې تورکیې یو ځل بیا په مکرر ډول پر طالبانو غږ کوي چې پخپلو پریکړو بیا کتنه وکړي او د خپلو دې پریکړو نه لاس واخلي. همداشان هغه پدې مسئله کې  په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو د سازمان پر اهمیت ټینګار وکړ.

بن زاید وویل چې د طالبانو  نوې پریکړه او ثانوي زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه پخواني بندیزونه له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

همداشان دواړو وزیرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په الاقصی جومات باندې د اسرائیل د ښي اړخې ملي امنیت د وزیر ایتامر بن ګویر د تیرې ورځې چاپه هم په کلکه غندلی دی.

وزیرانو په بیت المقدس کې د مذهبی ځایونو د حیثیت او حرمت د ساتلو لپاره د دغه ډول نه منلو وړ اعمالو په وړاندې د همغږۍ د زیاتولو اهمیت ته په اشارې سره، د مسجد الاقصی د بشپړ ساتنې او هلته د جدی او پارونکو سرغړونو د بندولو په ضرورت ټینګار وکړ.

دواړو وزیرانو  همدا راز پر اسرائیلي چارواکو غږ وکړ چې په سیمه کې د بې ثباتۍ د کمولو مسوولیت په غاړه واخلي.

اړوند خبرونه