تورکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل
د تورکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو ۶۱ تنه ناقانونه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا په لوی لاس د مرګ پنجو ته ګوزار شوي وو وژغورل.
د تورکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو ۶۱ تنه ناقانونه کډوال چې د یوناني ځواکونو لخوا په لوی لاس د مرګ پنجو ته ګوزار شوي وو وژغورل.
د تورکیې د سواحلو د امنیت قومندانۍ د معلوماتو له مخې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو د چناق قلعه ولایت اړوند د ایوه جیک ولسوالۍ په سواحلو کې د یوې ډلې ناقانونه کډوالو په اړه چې په سمندر کې د ډوبیدو په حال کې ول راپور ترلاسه کړ. د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو د ژغورنې ډلو سمدلاسه سیمې ته حرکت وکړ او ۶۱ تنه ناقانونه کډوال چې په یوې پلاستیکي کښتۍ کې سپاره ول او کښتۍ د دوبیدو په حال کې وه روغ رمټ وژغورل.
په بیان کې راغلي دي چې نوموړي کډوال د یوناني ځواکونو لخوا په زور ته د تورکیې پلو ته راټیل وهل شوي وو او په لوی لاس يي د مرګ منګولو ته غورځولي وو.
ژغورل شوي ناقانونه کډوال د قانوني ځینو مراحلو د پیلي کیدو نه وروسته د ایوه جیک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل شول.