د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه امکاناتو جوړه شوې ده، د امریکا پام يي ځان ته اړولی دی.
د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه چې په ملي او ځايي امکاناتو جوړه شوې ده، د امریکا پام يي ځان ته اړولی دی.
د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه چې په ملي او ځايي امکاناتو جوړه شوې ده، د امریکا پام يي ځان ته اړولی دی.
د امریکا له مشهورو مجلو څخه نیوزویک، د قزل ایلما لومړۍ الوتنه د سرلیک سره مقاله خپره کړه. پدې مقاله کې "د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو چمتو کونکي شرکت ، (بایکار) داځل 'سوپرسونیک' بې پیلوټه جنګي الوتکه په ډیر بریالیتوب سره وازمایله.
پدې مقاله کې قزل ایلما بې پيلوته جنګي الوتکه د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال بې پیلوته الوتکې سره مقایسه شوې ده .
په مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې " داسې ښکاري چې قزل ایلما بې پيلوته جنګي الوتکو د Bayraktar TB2 بې پیلوټه الوتکو په پرتله خورا پرمختللي وي . د ویلو ده چې بیرقدار ټي بي ۲ په اوکراین کې د روسیې پر خلاف په جګړه کې ډیر مهم رول لوبوي.
همداشان د امریکا د فوربس مجلې هم پدې اړه یو خبر خپور کړی دی.
یادې شوې مجلې ( هغه الوتکې چې تورکیه به ورته په ۲۰۲۳ کال کې الوتنه ورکړي ) د سرلیک لاندې په خپور کړي خبر کې د تورکیې د لومړنۍ بې پيلوته جنګي الوتکې په اړه پراخه تبصره کړې ده .
په خبر کې راغلي دي چې ددې الوتکې جوړونکی شرکت بایکار ادعا کوي چې دا الوتکه یو داسې ځواک دی چې د ډیرو سختو مانورونو قابلیت لري. په ځانګړې توګه د رادار په وړاندې د هغې د تیریدونکي چال چلند او غلا په پام کې نیولو سره دا ډیره پرمختللې الوتکه ده.
قزل ایلما هوا نه هوا ته د توغندي د توغولو سیستم هم لري . دا قابلیت د دښمن الوتکو او ډرون الوتکو د لمنځه وړو په خاطر ځانګړی اهمیت لري.
له بلې خوا برتانوي خبري اژانس رویټرز له خپلو لوستونکو لپاره د قزل ایلما په اړه خبر خپور کړی دی . د رویټرز په خبر کې راغلي دي چې قزل ایلما له هوا څخه هوا ته د جګړې لپاره نوې جیټ ځواک بې پیلوټه الوتکې ده چې د تورکیې لخوا جوړه شوې ده .