د تورکیې د دیاربکر په ولایت کې د چټک غبرګون پولیسو د حملې پر بس موټر چاودنه شوې ده .
د تورکیې د دیاربکر په ولایت کې د پولیسو د حملې پر بس چاودنه شوې
د تورکیې د دیاربکر په ولایت کې د چټک غبرګون پولیسو د حملې پر بس موټر چاودنه شوې ده .
د دیاربکر والي علي احسان سوخبري رسنیو ته وویل چې نن د سهار د ۵ بجو او ۲۰ دقیقو پر مهال
د دیاربکر ماردین په لویه لاره د یشل وادي په سیمه کې د چټک غبرګون پولیسو د موټر د تیریدو پرمهال ، د سړک غاړې ته ولاړ موټر وچاودید.
همداشان د پیښې په اړه د راپور د ترلاسه کیدو نه سمدلاسه وروسته د روغتیا او پولیسو ټیمونه د پیښې ځای ته لیږل شوي.
پدې پیښه کې یو تن ملکي وګړی او ۸ تنه پولیس ټپیان شوي او روغتونونو ته انتقال شوي دي. والي وویل چې د ټپیانو نه ۷ تنه يي د درملنې نه وروسته رخصت شوي او ۲ تنه اوس هم په روغتون کې دي خو روغتیايي حالت يي په کامله توګه ښه او د ډاډ وړ دی.
والي زیاته کړې ده چې ددې پیښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. د لومړنیو تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه شوې ده هغه موټر چې پر مټ يي چاودنه شوې کرايي دی. خو هغه کس چې دا موټر يي کرا کړی د چاودنې اصلي فاعل هم هغه دی.
هغه نیول شوی دی. د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.
هغه وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا پيښې یوه ترهګریزه پیښه ده.
د دیاربکر والي علي احسان سو د ولایت د پولیسو مشر فاتح کایا او د جاندارما سیمه ایز قوماندان تورن جنرال رجب یالچن کایا سره د پیښې له ځایه لیدنه کړه.
والي سو، دلته خبریالانو ته په یوه بیان کې وویل چې یو ترهګریز برید د دندې په لاره کې د یو پارک شوي موټر په چاودنه کې ترسره شو.