د تورکیې ملي امنیت شورا د ولسمشر اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه
د تورکیې د ملي امنیت شورا ویلي چې د تورکیې په جنوبي پولو کې د ترسره شوو عملیاتو یواځنی هدف ترهګریز سازمانونه دي او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې به هیڅ ترهګریز سازمان ته د شتون او فعالیت اجازه ورنکړل شي.
د تورکیې د ملي امنیت شورا ویلي چې د تورکیې په جنوبي پولو کې د ترسره شوو عملیاتو یواځنی هدف ترهګریز سازمانونه دي او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې به هیڅ ترهګریز سازمان ته د شتون او فعالیت اجازه ورنکړل شي.
تیره ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ملي امنیت د شورا د غونډې نه وروسته یوه اعلامیه خپره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي شورا په پرونۍ غونډه کې د هیواد د ملي یووالي، اتحاد ، اتفاق او بقاء پر وړاندې د هر ډول ګواښونو او خطرونو په ځانګړې توګه د
( پي کاکا – د پي کاکا څانګو ، داعش او فتح الله ګولن ) ترهګریزو سازمانونو په وړاندې د هېواد په دننه او بهر کې په کلک هوډ، عزم او بریالیتوب سره د روانو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل شول د اضافي تدابیرو په اړه خبرې وشوې.
په بیان کې ویل شوي چې د تورکیې په جنوبي سرحدونو کې د ترسره شوو عملیاتو یواځینی هدف ترهګریز سازمانونه دي او زیاته شوې ده چې ،
"زمونږ د ستر ملت او د خپل ځانګړي هیواد د دفاع او امنیت د تامین په خاطر د ملګروملتونو سازمان د منشور د ۵۱ مې مادې په چوکاټ کې د هیواد په جنوبي سرحدونو کې د ترسره شوو او روانو عملیاتو یواځنۍ موخه ترهګریز سازمانونه دي، او مونږ به هیڅ یو ترهګریز سازمان ته چې زمونږ په سیمو، پولو ،ښارونه، ښاریان او امنیتي ځواکونه بریدونه کوي ، د موجودیت او فعالیت اجازه ونکړو. همداشان د ترهګرو پر خلاف په قاطعیت سره اړین ګام اوچت شي.»
په خبرپاڼه ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې تورکیه د پخلاينې ، صداقت او صمیمت پر بڼسټ ولاړ د چلند او د ستونزو پر حل متمرکز مذاکراتو وړاندیز چې تل د یونان لخوا بر ځوابه پاتې شوی دی ددې هیواد نه د غیرې عسکري حیثیت لرونکو ټاپو ګانو د په وسلو سمبالولو او د نړۍوالو تړونونو او معاهدو نه د سرغړونکو فعالیتونو نه هر څه ژر د لاس اخیستو غږ شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تورکیه به د تورکي نړۍ د نه بیلیدونکي پارچې شمالي قبرس تورکي جمهوریت نه خپل قوي ملاتړ ته دوام وکړي. همداشان د نورو هیوادونو او سازمانونو نه د ورته ګامونو د اوچتولو تمه شوې ده .