ناټو د ترهګرۍ پر وړاندې د تورکیې د قوي ملاتړ اعلان وکړ
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اعلامیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د تورکیې سره د پیوستون پیغام ورکړل شو.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اعلامیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د تورکیې سره د پیوستون پیغام ورکړل شو.
د ناټو هېوادونو په توركيه کې له وروستيو تروريستي بريدونو وروسته د ترهګرۍ د هر ډول ډولونه او بڼېد غندنې له توركيې نه د ملاتړ او پيوستون اعلان وکړ.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ چې د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې جوړه شوې ده په خپره شوې اعلامیه کې له اوکراین سره پر ملاتړ ټینګار شوی . همداشان پدې اعلامیه کې د پي کاکا ترهګري سازمان لخوا په تورکیه کې د ترهګریزو بریدونو له امله د تورکیې نه د ملاتړ او قوي پيوستون اعلان شوی دی.
په اعلامیه کې ناټو ټینګار کړی چې د ټولو ګواښونو په وړاندې به د ټولو متحدینو ساتنه وکړي.
"مونږ د ترهګرۍ ټول ډولونه او بڼې غندو، او د تورکیې چې د وروستیو وحشي بریدونو په نتیجه کې خپل ګڼشمیر هیوادوالو د لاسه ورکولو له امله غمجنه ده ملاتړ کوو او ترڅنګ يي ولاړ یو. "
د ویلو ده چې د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه چې پرون په رومانیا کې پیل شوه نن به هم دوام وکړي.