ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق او سوریې په شمال کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان : په عراق او سوریه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۴۸۰ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي

1911671
ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق او سوریې په شمال کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د عراق او سوریې په شمال کې د روانو پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان  وویل "د ژمي پدې سختو شرایطو کې، د عراق په شمال کې په زاپ د او د سوریې په شمال کې یوه مهمه مبارزه روانه ده. د دې مبارزې پایلې  به ګټورې وي." ولسمشر اردوغان وویل چې د عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې ۴۸۰ تنه ترهګرو له منځه وړل شوي دي. همداشان دا لړۍ دوام لري.

د بله پلوه د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي  اکار د لوی درستیز  ستر جنرال یاشر ګولر او د ځواکونو قوماندانانو  د پنجې چابي په پوځي عملیاتو کې د ګډون کوونکو ځواکونو د قوماندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه وکړه .

ولسمشر اردوغان هم په دې غونډه كې د ټیليفون له لارې ګډون وكړ او په سيمه كې يې د قطعاتو له قوماندانانو سره خبرې وكړې.

ولسمشر اردوغان وویل " البته پدې عملیاتو کې د شهیدانو له امله زمونږ زړونه دریدلي دي،  خو له تاسو یې په جدي توګه غوښتنه کوو چې زمونږ د شهیدانو د هر څاڅکي وینې بدل او غچ به خامخا اخلۍ.  زه  پوره باور لرم چې زمونږ د شهیدانو د هر څاڅکي وینې غچ اخیستل شوی او اخیستو ته به دوام ورکړو. د شهادت لاره ډېره  مبارکه او سپېڅلې لار ده، په دې مبارکه لاره کې تر اوسه پورې زمونږ د وسله والو ځواکونو مبارزه د هر چا ته او په ځانګړې توګه تاسې قوماندانانو ته په ډیره ښه توګه معلومه ده. دا مهال په پنجې تالۍ عملیاتو په لړ کې د عراق په شمال کې په  زاپ  او د سوریې په شمال کې د ژمي  پدې سختو شرایطو کې روانه ده، زه باور لرم چې د دې مبارزې پایلې  به ډېرې ګټورې وي. "



اړوند خبرونه