ولسمشر اردوغان په نړۍوالې ټولنې چې په تورکیې په وروستیو بریدونو سترګې پټې کړي سخت غبرګون وښود
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغو کسانو په اړه چې په تورکیه کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه چوپه خوله پاتې دي سخت غبرګون وښود.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغو کسانو په اړه چې په تورکیه کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه چوپه خوله پاتې دي سخت غبرګون وښود.
اردوغان دا خبرې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د استانبول د کانګرس په مرکز کې په جوړ شوي پروګرام کې وکړې.
ولسمشر اردوغان، دلته په خپله وینا کې وویل چې ،
"زمونږ له اتو هېوادوالو څخه چې د تروريستي سازمانونو په وروستيو بريدونو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ، دوه تنه يې ښوونکي دي، که چېرې تروريستي سازمان د نړۍ په يوه بله برخه کې په ښوونکي او ماشومان داسې یو ناوړه او وحشي برید کړی وی او په ډله ييزه توګه وژلې وای، نو دا به د ورځو ، اونیو او میاشتې لپاره په اجنډا کې وای او عکس العمل به ښودل کیدای.
کله چې په تورکیه کې داسې یوه پيښه رامنځته شي بیا د تمساح اوښکو په څیر د غندنې له پیغامونو پرته، نه سیاستوال، نه غیر دولتي سازمانونه او نه رسنۍ د پام وړ غږ کوي. په نړۍ کې د بشري حقونو سازمانونه چیرته دي؟ زه پدې مسئله کې دوست او ورورنه هیوادونه چې په واقعیت سره غمرازي کړې او زمونږ په غم کې ځان شریک کړی دی جلا نیسم. د هغوې نه پرته دا نور هیوادونه ولې په صمیمي توګه عکس العمل نه ښکاره کوي.