ولسمشر اردوغان د عراق او سوریې په شمال کې د مځکنیو عملیاتو د پیلولو سیګنال ورکړ.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې د عراق او سوریې په شمال کې پنجې تورې عملیات یواځې  هوايي عملیات پورې محدود نوي.

1908839

ولسمشر اردوغان له قطره  هیواد ته  د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې  د اجنډا په اړه ارزونې وکړې.

اردوغان د عراق او سوریې په شمال کې د "پنجې تورې هوايي عملیاتو" په اړه وویل:

"لکه څنګه چې زه تل وایم،  ممکن مونږ  یوه شپه ناڅاپه درشو'. دا خبره مونږ خوشې نه کوو.  که چې د پلان سره سم وخت ، زمان او ساعت  راورسید د ګامونو په اوچتولو به پيل وشي لکه څرنګه چې تر ننه پورې اوچت شوي دي. په حقیقت کې د تیرې شپې ترسره شوي عملیات د دې یوه بشپړه څرګندونه وه.»

اردوغان ددې خبرې  په ټینګار سره وویل  چې د پنجې- تلوار هوایی عملیات به  یواځې د هوایی عملیاتو پورې محدود نه وي.

"زمونږ د دفاع وزارت او زموږ لوی درستیز په ګډه پریکړه کوي؛ موږ خپله مشوره کوو او بیا د هغه مطابق ګامونه اخلو.»

اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د دې عملیاتو په اړه هیڅ هیڅډول خبرې ندي کړي او زیاته کړه ، "مګر ښاغلی بایډن او ښاغلی پوتین دواړه دمخه پوهیږي چې مونږ کولی شو په دې سیمه کې هر وخت دا ډول شیان ترسره کړو. د حقیقت په توګه، لکه څنګه چې پدې حالت کې، موږ تل وایو، موږ ممکن یوه شپه ناڅاپه درشو.  موږ د اجازې سره کار نه کوو. که مونږ یو ګام هم  پورته کوو، ددې ګام د اوچتولو پریکړه مونږ پخپله کوو . امریکا باید اوس زموږ په اړه پوه شي. هغه شاید پوهیږي. زه امید لرم چې دوی ټول به وګوري چې موږ به څنګه په راتلونکي پروسه کې خورا مهم ګامونه پورته کړو.

اړوند خبرونه