ولسمشر اردوغان د تورسمندرګي له لارې د غلو د لیږد د تړون د مودې د تمدیدو نه خبر ورکړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون د ۲۰۲۲ کال د نوامبر له ۱۹ نیټې څخه د ۱۲۰ ورځو لپاره تمدید شو.

1907499
ولسمشر اردوغان د تورسمندرګي له لارې د غلو د لیږد د تړون د مودې د تمدیدو نه خبر ورکړ

ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د تور سمندرګي د غلو دهلیز تړون د ۲۰۲۲ کال د نوامبر له ۱۹ نیټې څخه د ۱۲۰ ورځو لپاره تمدید شو.

ولسمشر اردوغان  دا اعلان د  خپل  ټولنیزه مډیا  د پاڼو څخه  وکړ. هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د تورکیې په کوربه توب د څلور اړخیزو خبرو اترو په پایله کې، د تور سمندرګي غلې دهلیز تړون د ۲۰۲۲ کال د نوامبر تر ۱۹ نیټې نه په اعتبار سره  د ۱۲۰ ورځو لپاره وغځول شو، چې د تورکیې، ملګرو ملتونو، روسیې فدراسیون او د اوکراین تر منځ د شوې پریکړې سره سم و.

په تېرو ۴ میاشتو کې د نږدې ۵۰۰ بېړیو په مرسته اړمنو ته له ۱۱ میلیون ټنو څخه زیات غلې دانې او خوراکي توکو په رسولو سره، دا په ښکاره توګه لیدل کېږي چې دا تړون د نړۍ د خوراکي توکو د رسولو او امنیت لپاره څومره مهم او ګټور دی.

زه غواړم د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څخه د دې موافقې د تمدید لپاره د دوی د لیوالتیا له امله مننه وکړم، او هر هغه چا ته چې په دې برخه کې یې مرسته کړې ده، مبارکي وایم. . ښه چانس."

د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتیریش هم په خپل ټولنیز پاڼه کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې "زه د تور سمندرګي د غلو د نوښت د دوام په اړه د موافقې هرکلی کوم."

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین هم په خپل ټویټر پاڼه  کې ویلي چې د تور سمندرګي د غلې دانې د نوښت د دوام په اړه د موافقې هرکلی کوي او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او ولسمشر اردوغان ته مبارکي وایي.

د تورې بحیرې څخه د خوراکي توکو د خوندي لیږد د رامینځته کولو لپاره، د استانبول د غلې دانې تړون د جولای په ۲۲ په استانبول کې د ولسمشر اردوغان او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوتریش په  حضور  کې د اوکراین او روسیې  ترمنځه لاسلیک شو.



اړوند خبرونه