د ولسمشر اردوغان لخوا د استانبول د برید او په پولنډ کې د توغندیو د لګیدو په اړه ډیر مهې څرګندونې

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، «هغه کسان چې د داعش سره د مبارزې په پلمه د تروریستي سازمانونو ملاتړ کوي توې شوې او تویدونکې  وینې په هر څاڅکي کې شریک دي،»

1906814
د ولسمشر اردوغان لخوا د استانبول د برید او په پولنډ کې د توغندیو د لګیدو په اړه ډیر مهې څرګندونې

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، «هغه کسان چې د داعش سره د مبارزې په پلمه د تروریستي سازمانونو ملاتړ کوي توې شوې او تویدونکې  وینې په هر څاڅکي کې شریک دي،»

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په اندونیزیا کې د جي شل سازمان د  هیوادونو د مشرانو د غونډې نه وروسته د رسنیو په مرکز کې وکړې.

ولسمشر اردوغان د استانبول د ترهګریز برید په اړه وویل چې د داعش سره د مبارزې په پلمه د ترهګرې ډلې ملاتړ کوونکي هم د وینې په هر څاڅکي کې شریک دي.

"مونږ د تورکیې د عادلانه مبارزې لپاره د خپلو ټولو ملګرو او متحدینو د صادقانه ملاتړ تمه لرو."

ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیه به د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په برخه کې د خپلې ستراتیژۍ عملي کولو ته په کلکه دوام ورکړي.

اردوغان په خپله وینا کې زیاته کړه چې "دا ترهګر چې هر څه وکړي، او هر چا تر شا پټ شي، بیا هم خلاصیدی نشي. ترهګر نشي کولی د هغه تریخ برخلیک څخه خلاص شي چې دوی انتظار کوي."

"زه غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې زمونږ د هیواد او سیمې په راتلونکي کې د هیڅ ډول ترهګرۍ لپاره ځای نشته."

ولسمشر اردوغان د اف ۱۶ الوتکو د مسئلې په اړه وویل چې

" د امریکا  ولسمشر ښاغلي بایډن وویل چې پدې برخه کې  مثبت پرمختګونه شتون لري."

اردوغان د شمالي قبرس د تورکي  جمهوريت د تورکي دولتونو د تشکیلاتو د څارونکي غړيتوب په اړه وويل:

"مونږ ته د دې پرېکړې په اړه له کوم ځای او کوم هېواد څخه د اجازې اخیستلو اړتیا نشته. دا کار خلاص دی."

ولسمشر اردوغان د پولنډ په خاوره کې توغندیو د لګیدو په اړه هم وویل:

" مونږ  باید د روسیې بیان ته درناوی وکړو. دا زمونږ لپاره مهمه ده چې روسیه وايي، چې ددې برید سره تړاو نلري . " دا چې د امریکا ولسمشر بایدن هم وايي چې په پولنډ کې غورځیدلي توغندي د روسیې ساخت ندي دا پخپله ددې خبرې یو ثبوت دی. پدې اړه باید تحقیقات وشي.

"په داسې حال کې چې مونږ هڅه کوو چې روسیه او اوکراین د یو میز په شاوخوا کې راټول کړو، د دې جګړې دریم شریک موندلو  په اړه هڅه کولو  ته اړتیا نشته."

ولسمشر اردوغان د غلې دهلیز په اړه لاندې څرګندونې وکړې:

"زمونږ خبرې په دوامداره توګه دوام لري او زه باور لرم چې دا به د اوس په څیر دوام وکړي، هیڅ ستونزه نشته. مونږ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د سرې او امونیا د لیږد په اړه  هم خبرې وکړو. مونږ به هڅه وکړو چې دا موده یو کال ته وغځوو."



اړوند خبرونه