ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اندونیزیا په بالي ښار کې د جي ۲۰ شل د مشرانو په سرمشریزه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ولیدل.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اندونیزیا په بالي ښار کې د جي ۲۰ شل د مشرانو په سرمشریزه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ولیدل.
ولسمشر اردوغان په بالي کې د خپلو تماسونو په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره په اپوروا کمپینسکي کې د جي ۲۰ د مشرانو د غونډې په رسمي هرکلي کې ګډون وکړ.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، چې د غونډې کوربه و، له ولسمشر اردوغان نه هر کلی وکړ، لاسونه يي ورکړل او یادګاري عکسونه يي واخیستل.
د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته، مشران د " غلې او انرژۍ خوندیتوب" تر عنوان لاندې په غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان د غونډې په تالار کې د مشرانو سره خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د سرمشریزې په څنډه کې دوه اړخیزو لیدونو کتنو په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې ولیدل.
لیدنه د رسنیو پر مخ د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ځانګړي ډول پر سوداګریزو او امنیتي مسایلو خبرې وشوې.
د امریکا ولسمشر بایډن د غونډې په ترڅ کې د استانبول په استقلال کوڅه کې په ترهګریز برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
په دې کتنه کې چې د سیمې پرمختګونه هم و ارزول شول، بایډن له ولسمشر اردوغان څخه د روسیې او اوکراین ترمنځ د غلې په دهلیز کې د ستونزې د حل او د غلې د لیږد د بیا پیلولو له امله مننه وکړه.
د امریکا ولسمشر بایډن پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د امریکا د حکومت به توګه به په تورکیې د اف ۱۶ جنګي الوتکو د پیر د پروسې نه ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه دا هم وویل چې تورکیه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په بهیر کې یو مهم لوبغاړی دی.
د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د سیمې او نړۍ په پرمختګونو په ځانګړې توګه د استانبول د تروریستي برید په اړه خبرې وشوې.
بایډن ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا تل په ناټو کې د خپل متحد تورکیې تر څنګ ولاړه ده. هغه د اردوغان په حضور کې د تورکیې خلکو ته خپله "ژوره" خواخوږي وړاندې کړه.
بایډن وویل چې دوی پدې پوهیږي چې د روسیې او اوکراین د جګړې په جریان کې د نړۍ د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښه والي لپاره د تور سمندرګي نوښت خورا مهم دی او دا نوښت باید دوام ومومي. بایډن د دې نوښت د نوي کولو لپاره د ولسمشر اردوغان د هڅو نه مننه وکړه.
ولسمشر اردوغان د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون او د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره هم جلا جلا لیدنې وکړې.
دواړه لیدنې د رسنیو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فرانسې ولسمشر ماکرون د استانبول په ترهګریز برید کې وژل شوو کسانو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په دې لیدنه کې چې د تورکیې او فرانسې په اړیکو او سیمه ایزو مسایلو خبرې وشوې، ولسمشر اردوغان وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا او همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې همکاري د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په څرګندولو سره چې د غلې دانې دهلیز له زیاتو هلو ځلو وروسته بیا په فعالیت پیل وکړ او اروپايي ټولنه هم باید د تړون د دوام لپاره خپله ونډه ترسره کړي.
ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې یونان باید صادقانه، د معنا ډکو خبرو ته وهڅول شي.