د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د جي شل سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د اندونیزیا د ولسمشر سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان چې د اندونیزیا په بالي ټاپو کې جوړه شوې د جي شل سازمان د مشرانو په ۱۷ مه سرمشریزه کې د ګډون په خاطر اندونیزیا ته سفر کړی ددې هیواد د ولسمشر جوکو ویدودو سره ولیدل.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې د اندونیزیا ولسمشر ته د جي شل سازمان د بریالۍ مشرۍ له امله مبارکي وویله.
"موږ دا هم خوښ یو چې اندونیزیا به د راتلونکي کال په اپریل کې د MIKTA (مکسیکو، اندونیزیا، سویلي کوریا، تورکیې او استرالیا) دوره يي مشرۍ زمونږ نه تسلیم اخلي. پدې وسیله زه د ۲۰۲۳ کال آسیان سازمان دورې مشرۍ لپاره بریالیتوب هیله کوم او زمونږ د ډیالوګ ملګرتیا هدف لپاره ستاسو د ملاتړ تمه کوم."
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د جي شل سازمان د مشرانو ۱۷ مې سرمشریزې چې د نوامبر په ۱۵ مه نیټه د دوو ورځو لپاره به جوړه شي اصلي موضوع به "په ګډه بیا رغونه - قوي بیا رغونه" وي.
په دې برخه کې، د جي شل مشران به د "غلې او انرژۍ امنیت"، "روغتیا" او "ډیجیټل بدلون" تر سرلیک لاندې په دریو غونډو کې د نظرونو تبادله وکړي.
ولسمشر اردوغان به د سرمشریزې د یوې برخې په توګه د مختلفو هیوادونو د مشرانو سره لیده کاته وکړي.
اردوغان به نن له سرمشریزې مخکې په بالي کې د کوربه هیواد اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
د ملاقات په مهال د توركيې او اندونيزيا ترمېنځه اړيكې وڅېړل شوې او د همكارۍ د لا پراختيا په لړ كې په اقداماتو خبرې اترې وشي۔