د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د چاودنې په اړه وروستي معلومات د رسنیو سره شریک کړل.

ولسمشر اردوغان د استانبول په چاودنه کې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان کړه

1905818
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د چاودنې په اړه وروستي معلومات د رسنیو سره شریک کړل.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د چاودنې په اړه وروستي معلومات د رسنیو سره شریک کړل.

ولسمشر اردوغان د جي شل سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه اندونیزیا ته د سفر نه مخکې په هوايي ډګر کې د کمرو پر وړاندې راڅرګند شو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د هر څه مخکې باید ووایم چې د استانبول د پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترهګر ددې ډول بریدونو سره هیڅوخت زمونږ د مبارزې پر وړاندې خنډ جوړولی نشي.

زمونږ ملت دې ډاډه وي چې خامخا به ددې برید مسئولین نیسو او د قانون منګولو ته به يي وسپارو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د استانبول د والي لخوا د راکړل شوو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې ۴ تنو د پيښې په ځای کې او دوو تنو په روغتون کې د ساه ورکولو سره ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۵۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

همداشان ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا برید د ترهګرۍ سره کوم تړاو لري او که نه؟ وویل ، دا به له وخت نه وړاندې وي. تحقیقات دوام لري. د استانبول د والي لخوا راکړل شوو معلوماتو له مخې ددې پيښې نه د ترهګرۍ بوی راځي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې دا برید د یوې ښځې لخوا ترسره شوی دی. په سیمه کې تحقیقات دوام لري او مفصل معلومات به وروسته د هیوادوالو سره شریک کړو.



اړوند خبرونه