د تورکیې د ولسمشر مرستیال د استانبول د چاودنې په اړه وروستي جزیات وړاندې کړل

د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د استانبول د چاودنې په اړه وروستي پرمختګونه د رسنیو سره شریک کړل.

1905836
د تورکیې د ولسمشر مرستیال د استانبول د چاودنې په اړه وروستي جزیات وړاندې کړل

د تورکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د استانبول د چاودنې په اړه وروستي پرمختګونه د رسنیو سره شریک کړل.

اوکتای د پيښې د ځای نه د لیدنې نه وروسته د کمرو پر وړاندې راڅرګند شو.

هغه وویل چې نن یکشنبه د نوامبر ۱۳ مه د مازیګر د ۴ بجو او ۲۰ دقیقو په شاوخوا کې د استانبول د بای اوغلو ولسوالۍ د تقسیم جادې د استقلال په کوڅه کې خونړۍ چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۱ تنه نور ټپیان شوي  دي.

هغه زیاته کړه چې ددې پیښې په اړه په ډیره هراړخیزه توګه څیرنې دوام لري.

هغه هم وویل چې ددې پیښې فاعلین به خامخا د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل، "مونږ دا یو تروریستي عمل ګڼو چې د یوه بریدګر لخوا  چې په لوی احتمال  ښځه ده، د بمي برید په نتیجه کې رامنځته شوی دی."

د ولسمشر مرستیال وویل: "څوک چې د دې پیښو تر شا وي، که د هیواد دننه او یا بهر  حتی که دوی د نړۍ بلې غاړې ته هم لاړ شي، پیدا کړو او وبه يي نیسو."



اړوند خبرونه