تورکیې امنیتي ځواکونو په تیرو لسو میاشتو کې ۱۸۴۸۷ تنه ناقانونه کډوال ژغورلي دي
د تورکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو قومندانۍ د روان کال د پیل راهیسې ۱۸۴۸۷ تنه ناقانونه کډوال ژغورلي دي.
د تورکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو قومندانۍ د روان کال د پیل راهیسې ۱۸۴۸۷ تنه ناقانونه کډوال ژغورلي دي. ویل کیږي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د اکټوبر تر ۳۱ نیټې پورې د چاناق قلعه، بالکیسیر، ایزمیر، ایدین او موغلا په ساحلونو کې ژوندي ژغورل شوي دي.
په ورته وخت کې، ۱۱۵۴۱ تنه غیرقانوني کډوال چې بهر ته د تلو هڅه کوله نیولي دي.
په دې موده کې د ایژې په سمندر کې د ۱۸ تنو ناقانونه کډوالو جسدونه هم موندل شوي دي. دغه راز ۱۱۱ تنه قاچاق وړونکي هم عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول.
د غیرقانوني مهاجرینو امنیتي ځواکونو ته په ورکړو بیانونو کې ویلي دي چې د سمندر په منځ کې د یوناني عناصرو لخوا ورسره ناوړه چلند شوی او حتا کله يي د کښتۍ ماشنین نړول شوی او یا يي کښتۍ ورته سورې کړې او د سمندر په منځ کې پریښي دي.
یو شمېر کډوالو بیا ویلي دي چې د یوناني عناصرو لخوا د وهلو او ډبولو نه وروسته ټول قیمتي شیان او حتا جمپر، بوټان او جامې ترینه اخیستل شوي او لاس تړلي د سمندر په منځ کې مرګ پنجو ته اچولي دي. ځینو نورو بیا چې په وجودونو کې د شکنجو نښو او نښانو شتون درلود ویلي دي چې د یوناني ځواکونو لخوا شکنجه شوي دي.