تورکيې د توري بحیرې له لارې د اوکراین د غلو د لیږد ستونزه حل کړه
د تورې بحیرې له لارې د غلې دانې د لیږد دهلیز فعالیت چې د روسیې لخوا ځنډول شوی وو د تورکیې د هلو ځلو په نتیجه کې له سره پیلیږي.
د تورې بحیرې له لارې د غلې دانې د لیږد دهلیز فعالیت چې د روسیې لخوا ځنډول شوی وو د تورکیې د هلو ځلو په نتیجه کې له سره پیلیږي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې وویل چې تیره ورځ يي د روسیې د ولسمشر ښاغلي پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې او نن به يي د اوکراین له ولسمشر ښاغلي زیلینسکي سره وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د خپل روس سیال سره خبرې وکړې. د روسیې د دفاع وزیر سره پدې خبرو کې د غلې دانې د لیږد د دوام پر سره توافق وشو او دا لړۍ به د نن شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره له سره پیل شي.
د ویلو ده چې روسیې تیره اونۍ اعلان وکړ چې د اوکراین سمندري ځواکونو د استانبول د تړون پر خلاف په توره بحیره کې ددوې په جنګي او ملکي کښتیو برید کړی دی. ددینه وروسته روسیه د استانبول تړون په یو پلوه توګه وځنډو.
روسیې د دفاع وزارت ویاند بیا نن اعلان وکړ چې اوکراین لخوا په راتلوونکې کې په توره بحیره کې ددوې پر کښتیو د برید د نه کولو په اړه يي تضمین ترلاسه کړی دی.
د همدې امله د استانبول د ځنډول شوي تړون د بیرته د فعالولو پریکړه وشوه. هغه وویل چې د تورکیې له برکته مو د اوکراین نه دا تضمین ترلاسه کړ.
روسیې ویلي وو چې د استانبول د تړون نه چې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په نوښت او د ملګروملتونو سازمان په همکارۍ د روسیې او اوکراین ترمنځه لاسلیک شوی وو ځنډوي.
د روسیې لخوا ددې تړون د ځنډولو نه وروسته تورکیې ددې ستونزې د حل په خاطر نسټونې بډ وهل او لاس په کار شو.
تورکیې د روسیې سره د ډیرو زیاتو مذاکراتو نه وروسته دا ستونزه حل کړه.