ولسمشر اردوغان به د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون وکړي
د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې ټاکل شوې د اوزبیکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ۱۴ هېوادونو ولسمشران کوي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې ټاکل شوې د اوزبیکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ۱۴ هېوادونو ولسمشران کوي.
د اوزبیکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان ملي همغږی مسئول رحمت الله نوریمبیتوف، په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته د چمتووالي په اړه چې د سپټمبر په ۱۵ او ۱۶ نیټو کې ترسره کیږي، معلوماتي غونډه جوړه کړه.
نوريم بيتوف وويل، په پام کې ده چې د ١٤ هېوادونو مشران او د لسو نړيوالو سازمانونو جګپوړي چارواکي په دې سرمشريزه کې ګډون وکړي . هغه وویل چې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګريزو همکاريو د پراختيا لپاره د اقتصادي، پانګه اچونې، سیاحت، کلتوري او بشري برخو کې تر ٢٠ زيات تړونونه لاسليک شي.
پدې سرمشریزه کې به د شانګهای سازمان غړي د روسيې، چين، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، هند او ازبکستان ، د دغه سازمان د څارونکو غړو هیوادونو د بېلاروس، منګوليا او ايران ولسمشران او د اوزبیکستان د ولسمشر په بلنه د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف او د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ګډون وکړي. کوربه هیواد استازي نوریم بیتوف وویل پدې سرمشریزه کې به د شانګهای سازمان نږدې ملګري هیوادونه هم به لوړه کچه ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه چې چې تورکیه د اوزبیکستان نږدې ستراتیژیک شریک او ورور هیواد دی . که چیرې د سیمې وضعیت او ننیو شرایطو ته وکتل شي دې سرمشریزې ته د تورکیې ولسمشر ته بلنه ورکول یو ډیر پر ځای تصمیم دی. د شانګهای سازمان ټول غړیو هیوادونو ددې تصمیم نه ملاتړ اعلان کړ.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۰۱ کال د جون په ۱۵مه د چین، روسیې، قرغزستان، تاجکستان، قزاقستان، اوزبیکستان، هند او پاکستان لخوا تاسیس شو. تورکیه په ۲۰۱۲ کال کې د دې سازمان د ډیالوګ همکار شو.