مولود چاووش اوغلو وویل چې دوی به د " تورکیې برانډ " پیاوړي کولو ته دوام ورکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې دوی به د " تورکیې برانډ " پیاوړي کولو ته دوام ورکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې دوی به د " تورکیې برانډ " پیاوړي کولو ته دوام ورکړي.
مولود چاووش اوغلو د سفیرانو دیارلسم کنفرانس ته وینا وکړه.
هغه د دې په خبرې په ټینګار سره وویل چې د اړیکو په برخه کې په خورا حساس وخت کې قرار لري، او څرګنده کړه چې ناسم معلومات او د معلوماتو ککړتیا د ژوند حقیقت دی. دوی نن ورځ تر ټولو مهم جریان رسنۍ د خپلو اغیزو لاندې راوستي دي او حسارت کې نیولي دي. په مکرر ډول سره د تورکیې پر خلاف منفي کمپاینونه ترسره کوي .
چاووش اوغلو زیاته کړه چې تورکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نه نیولې تر ۱۹۱۵ کال پيښو پورې د قره باغ د جګړې نه نیولې بیا د روسیې او اوکراین تر جګړې پورې تل د ناوړه کمپاینونو هدف ګرځیدلی دی.
"دا په دې معنی ده ارتباطات شاید د ډیپلوماسۍ ترټولو مهم اړخ وي. له همدې امله، زموږ د وزارت او نورو شریکانو د اړیکو هڅې زموږ د ارتباطاتو د ریاست لخوا د ستراتیژۍ په چوکاټ کې خورا مهم دي."
مولود چاووش اوغلو په ګوته کړه چې دوی د تورکیې د ملي راډیو او تلویزیون (TRT) او د انادولو خبري اژانس (AA) او همدارنګه د عامه اړیکو ریاست سره نږدې همکارۍ کې کار کوي او ویلي یې دي چې دوی په ځانګړي توګه د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم ددې همکارۍ ښکاره مثال دی.
د بهرنیو چارو وزیر په دې ټینګار سره چې دوی د "تورکیې برانډ " د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار کوي.
"زموږ د ولسمشر په مشرۍ په بهرنیو ژبو کې د هیواد نوم د ترکیې نه په تورکیې اړول یو مهم نوښت او مهم ګام دی. موږ به په دې برخه کې له خپلو ټولو بهرنیو استازو سره جدي کار ته دوام ورکړو."