تورکیې له ۲۰۱۱ کال راهیسې ۹۰۰۰ بهرني ترهګر خپلو هیوادونو ته ډیپورت کړي دي.
په تورکیه کې د نیول شوو بهرنیو ترهګرو د ډیپورت چارې دوام لري
تورکیې له ۲۰۱۱ کال راهیسې ۹۰۰۰ بهرني ترهګر خپلو هیوادونو ته ډیپورت کړي دي.
د تورکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ د ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هغو بهرنیو ترهګرو د شړلو هڅې دوام لري چې له خپلو هیوادونو څخه په تروریستي سازمانونو لکه PKK/PYD او داعش کې د یوځای کیدو لپاره راغلي دي.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د ۱۰۲ بېلابېلو هېوادونو ۹۰۰۰ بهرني ترهګر چې د داعش او یا نورو ترهګرو ډلو سره د یو ځای کیدو په خاطر راغلي وو او په تورکیه کې نیول شوي وو له هېواده ایستل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ډیپورت شویو بهرنیو ترهګرو لویه برخه د اروپايي ټولنې هېوادونو وګړي دي. د ویلو ده چې پدې موده کې ۱۱۰۹ د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو او ۵۹ تنه هم د امریکا وګړي ډیپورټ شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د اروپايي ټولنې له ۱۲ هېوادونو ۱۲۶ بهرني ترهګر، په ۲۰۲۰ کال کې د اروپايي ټولنې له ۸ هېوادونو ۹۵ تنه او په ۲۰۲۱ کال کې د اروپايي ټولنې له ۸ هېوادونو ۶۹ بهرني ترهګر ډیپورت شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان کال په اوو مياشتو کې د اروپايي ټولنې له شپږو هېوادونو څخه ۲۰ تنه بهرني ترهګر شوي دي.
"د ۲۰۱۹ کال د پيل راهیسې فرانسه، جرمني، هالنډ، بلجیم، فنلنډ، رومانیا، سویډن، اتریش هغه اته هیوادونه دي چې تر ټولو ډیر ترهګر وګړي خپلو هیوادونو ته ډیپورت شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.