د تورکیې د ملي امنیت شورا ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د تورکیې د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې د یونان لخوا د تورکیې د سمندري او فضايي حدودو نه سرغړونې چې د ډیریدو په حال کې دي په هیڅډول د منلو وړ ندي.
د تورکیې د ملي امنیت شورا ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه. ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې د یونان لخوا د تورکیې د سمندري او فضايي حدودو نه سرغړونې چې د ډیریدو په حال کې دي په هیڅډول د منلو وړ ندي.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړې شوې د ملي امنیت د شورا له غونډې وروسته اعلامیه خپره شوه.
پدې اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې " د یونان لخوا د نړۍوالو حقوقو د خپو لاندې کولو ، د ښه ګاونډیتوب او متفقوالي د اړیکو پر خلاف په دریځ ټینګار کول او ددې سربیره د تورکیې د سمندري او فضايي حدودو نه سرغړونې چې په دوامداره توګه دوام لري د منلو وړ ندي.
"د یونان له ادارې یو ځل بیا وغوښتل شول چې د بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو غیرقانوني فعالیتونو ته د پای ټکی کېږدي چې د غیرقانوني مهاجرینو ژوند له خطر سره مخ کوي. همداشان د شمالي قبرس د تورکي جمهوریت د دوه دولتونو حل لارې نه د حاکمیت د برابرۍ او مساوي نړیوال دریځ پر بنسټ لاړ وي قوي ملاتړ څرګند شو.