ولسمشر اردوغان : تورکیه اوس هغه هیواد دی چې خپل لیدلوری پخپله ټاکي

تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اوس تورکیه  هغه هیواد  دی چې خپل لیدلوری پخپله  ټاکلي او د همدې لیدلوري په مطابق اړین ګامونه اوچتوي.

1853040
ولسمشر اردوغان : تورکیه اوس هغه هیواد دی چې خپل لیدلوری پخپله ټاکي

تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اوس تورکیه  هغه هیواد  دی چې خپل لیدلوری پخپله  ټاکلي او د همدې لیدلوري په مطابق اړین ګامونه اوچتوي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې جوړې شوې غونډې کې وکړې.

اردوغان وویل، په تېرو وختونو کې د دې هېواد د پرمختګ او توسعې پر وړاندې د خنډ جوړونکو  په لاس کې موجودو کارتونه  ، د ډیرې  صبرناکه مبارزه سره مو یو یو د هغوې د لاسونو نه واخیستل.

اردوغان ددې خبرې  په ټینګار سره وویل  چې اوس یو داسې تورکیه شتون لري چې خپل راتلونکی او لیدلوری په خپله ټاکي او د لیدلوري سره سم په لازم ګامونه اوچتوي.

 ولسمشر زیاته کړه چې "نن ورځ یو داسې  تورکیه شتون لري  له تعلیم څخه تر روغتیا پورې، له امنیت څخه تر عدالت پورې، له ترانسپورت څخه تر انرژۍ پورې، له ښاري پلان جوړونې څخه تر ټولنیزو ملاتړونو پورې په هر ډګر کې د خپلو قوي زیربناوو سره خپلو اهدافو متمرکزه ده. نړۍوال مالي بحران ، نړۍوال روغتیايي بحران او د روسیې او اوکراین جګړې او داسې نورو مهمو پیښو  د تورکیې ځواک او  ارزښت لا پسې ډیر کړی دی. زموږ هیواد د نړۍ د لسو پرمختللو هیوادونو په منځ کې خپل ځانګړی ځای نیولو ته د پخوا په پرتله ډیر نږدې دی."



اړوند خبرونه