د تورکیې د لوليبورګاز په ولایت کې په ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لولیبورګاز ولایت کې په ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1851962
د تورکیې د لوليبورګاز په ولایت کې په ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تورکیې د لوليبورګاز په ولایت کې په ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمه ایزو مقاماتو په وینا یو مساپروړونکې بس چې د تورکیې د ایدرني  ولایت نه د موغلا ولایت د بودروم ښار پر لورې  روان وو د نامعلوم لامل له امله د خپل مسیر نه په وتو سره چپه شو او د موړ نه لاندې وغورځید.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند  لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا پيښه د لوليبورګاز ولایت د دخلولي دروازو په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د پيښې د رامنځته کیدو وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړل.

د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه څه ندي ویل شوي. پولیسو د پيښې په اړه د تحقیقاتو د پيلولو نه خبر ورکړی دی.  



اړوند خبرونه