ولسمشر اردوغان د سویډن او فنلنډ سره د لاسلیک کړي تفاهم لیک نه د ستر بري په توګه یادونه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب : د سویډن او فنلنډ سره لاسلیک کړي درې اړخیزه تفاهم لیک د تورکيې او زموږ د ملت لپاره له ستونزمنو مذاکراتو نه وروسته ترلاسه شوې ډيپلوماتيکه بريا ده.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویډن او فنلنډ سره لاسلیک کړي درې اړخیزه تفاهم لیک په اړه وویل چې ،
دا تفاهم لیک د تورکيې او زموږ د ملت لپاره له ستونزمنو مذاکراتو نه وروسته ترلاسه شوې ډيپلوماتيکه بريا ده.
اردوغان د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو د مشرانو له غونډې وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل، هغه څه چې په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د غوښتنلیکونو په برخه کې شوي، د ترورېزم پر وړاندې د تورکیې سرې کرښې څرګندې کړې دي.
د تورکیې ، سویډن او فنلنډ درې اړخیزه تفاهم لیک د تورکیې او زموږ ملت لپاره له ستونزمنو مذاکراتو نه وروسته ترلاسه شوې ډیپلوماټیکه بریا ده.
موږ به په یاد تړون کې د ثبت شویو موضوعاتو د تطبیق په برخه کې په دقت سره عمل وکړو او د هغې مطابق به خپل ګامونه پورته کړو.
سویډن ژمنه وکړه چې پدې هیواد کې ۷۳ تنه ترهګر به تورکیې ته وسپاري. تر کومه چې دا تفاهم لیک زمونږ د پارلمان لخوا تصویب نشي نافذ کیدای نشي. د همدې امله سویډن او فنلنډ باید خپلې دندې سرته ورسوي. خپلې ژمنې عملي کړي. تر ټولو لومړی د PKK، YPG، PYD، FETO، ترهګرو سازمانو ریښې باید له خپلو هیوادونو وشلوي. دوی باید له منځه یوړل شي. ژر تر ژره د هغوی په اړه قانوني مقررات په قانونونو کې اصلاحات رامنځته شي. که چیرې په کړو ژمنو عمل ونشي نو بیا مونږ هم بښنه غواړو.
ولسمشر اردوغان د دې په بیانولو سره وویل چې د سرمشریزې د یوې برخې په توګه یې د حکومت له ګڼو مشرانو سره د لیدنې فرصت پیدا کړ،پدې لیدونو کې ډیری د اوکراین په مسئلې خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ناټو اتحاد د اوکراین نه په بشپړ توګه ملاتړ کوي. خو موږ باید دا د سولې لید سره څرګند کړو او هڅه وکړو چې ژر تر ژره د بشري تراژیدي مخه ونیسو."
اردوغان د امريكا له متحده ايالتونو څخه د F-16 الوتكو د پېرلو په اړه هم وويل:
"په دې مسله کې د ښاغلي بایډن صادقانه هڅې به جدي ملاتړ ومومي. زه به پرته له ځنډه یو پلاوی امریکا ته ولېږم."