د تورکیې په اړه د ناټو د سازمان مهمې څرګندونې

ینس ستولتنبرګ : په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنلیکونو په اړه د تورکیې د امنیتي اندېښنو د حل لپاره کار کوي او ښايي په ډېر لنډ وخت کې یې غړیتوب ممکن نه وي.

1847162
د تورکیې په اړه د ناټو د سازمان مهمې څرګندونې

د ناټو سازمان  عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنلیکونو په اړه د تورکیې د امنیتي اندېښنو د حل لپاره کار کوي او ښايي په ډېر لنډ وخت کې یې غړیتوب ممکن نه وي.

ینس سټولټنبرګ د پولیټیکو خبري پاڼې  په ژوندۍ خپرونه کې د پوښتنو په ځواب کې د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلینډ د غړیتوب د غوښتنلیکونو په اړه وویل، د ناټو په سازمان  کې  پدې اړه څو ځله مختلف نظرونه څرګند شوي دي.

سټولټنبرګ د بېلګې په توګه د ۱۹۵۰ لسیزې د سویز بحران، په ۱۹۶۰ لسیزه کې د ناټو له پوځي څانګې څخه د فرانسې جلا کېدل، په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افریقا او ویتنام جګړې او په راتلونکو کلونو کې د عراق په جګړه کې د متحدینو تر منځ اختلافاتو نه  یادونه وکړه.

"دا د حیرانتیا خبره نده ځکه چې موږ په مختلفو جغرافیاو کې ۳۰ مختلف هیوادونه یو، مختلف تاریخونه، مختلف سیاسي ګوندونه په واک کې دي." د دې د ټولو توپیرونو سره سره، سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې متحدین یې د یو بل د دفاع  لپاره ژمن دي، کوم چې اصلي مسله ده.

"زه باور لرم چې موږ د فنلنډ او سویډن په اړه هم موافق یو، خو هغه څه چې موږ باید ترسره کړو هغه د متحدینو لخوا څرګند شوو اختلافاتو او اندیښنو حل دی، لکه څنګه چې تورکیې اوس اندیښنې څرګندې کړي دي. موږ باید دا ومنو چې تورکیه د ناټو هیواد دی. تورکیه، عراق او د سوریې سره پر پوله پروت یو مهم هیواد دی چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډیر مهم رول لوبولی دی او د تور سمندرګي هیواد په توګه یې هم مهم رول لوبولی دی. د بېلګې په توګه، اوس له اوکراین څخه د خوراکي توکو د صادراتو او راویستو لپاره مهم کار کوي، کله چې تورکیه خپلې اندیښنې څرګندوي، البته "موږ چې مونږ باید  سره کینو او د حل کولو هڅه يي باید وکړو .

 دا هغه څه دي چې همدا اوس یې کوو. زه هیله لرم چې موږ به یوه حل لاره ومومو چې فنلینډ او سویډن ته اجازه ورکړي چې ژر تر ژره غړي شي.

سټولټنبرګ  وویل چې د ناټو دننه پرېکړې د ۳۰ غړو هېوادونو په اجماع ترسره کېږي، هغه زیاته کړه چې د  عمومي منشي په توګه زما  موخه دا ده چې دواړه هېوادونه ژر تر ژره غړیتوب ترلاسه کړي.

"زه دا تضمین نشم کولی، مګر دا زما هدف دی. کله چې موږ د الحاق پروسې ته ګورو، موږ باید په پام کې ونیسو چې ټول متحدین له یو ځای نه پیل کیږي. موږ اړتیا لرو چې د یوې اجماع او ګډې زمینې په موندلو کار وکړو.



اړوند خبرونه