د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د یو ستر هیئت په ملګرتیا ترکیې ته راغی

1847012
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.

د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان نه د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وشو.

ولسمشر اردوغان او شهزاده سلمان  د دوه په دوه لیدنې نه وروسته   د دواړو هیوادونو د هیئتانو تر ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

په دې ليدنه کې  پر سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو په اړه د  خبرو سربیره ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به په هر اړخيز ډول وارزول شوې. د خبرو اترو اصلي اجنډا به اقتصاد وي.

همداشان پدې لیدونو کتنو کې به د تجارت نه تر سياحت پورې، د صحت نه دفاعي صنعت پورې په بېلا بېلو څانګو كښې د همکاریو د  زياتولو په ګامونو خبرې وشي.

همداشان تمه کیږي چې  د تورکیې او سعودي عربستان ترمنځ په  بېلابېلو برخو کې ځینې  تړونونه  هم  لاسلیک شي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان هم د روان کال د  اپریل په ۲۸ او ۲۹ نیټه د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په بلنه جدې ته سفر کړی وو او هلته يي بیلابیلې غونډې کړې وې.

اردوغان د مې په ۱۰ مه له شهزاده محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه هم خبرې وکړې.



اړوند خبرونه