ولسمشر اردوغان : "ناټو یو امنیتي سازمان دی، د ترهګرۍ ملاتړی سازمان ندی."

ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنلیک په اړه وویل "ناټو یو امنیتي سازمان دی، د ترهګرۍ ملاتړی سازمان ندی."

1840179
ولسمشر اردوغان : "ناټو یو امنیتي سازمان دی، د ترهګرۍ ملاتړی سازمان ندی."

ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنلیک په اړه وویل "ناټو یو امنیتي سازمان دی، د ترهګرۍ ملاتړی سازمان ندی."

ولسمشر اردوغان او د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو پرون په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ  کې دوه په دوه  او د هیئتانو تر منځ د لیدنې او د تړونونو د لاسلیکولو د مراسمو نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې چې "آیا د سویډن او فنلنډ مشرانو چې د ناټو د غړیتوب لپاره یې غوښتنه کړې او د ترکیې ملاتړ ته اړتیا لري، له تاسو سره د لیدنې غوښتنه کړې ده که نه؟ ستاسو ځواب به څه وي؟" په ځواب کې وویل:

"موږ باید په دې ښه پوه شو، ناټو یو امنیتي سازمان دی، ناټو داسې سازمان نه دی چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، سویډن دا مهال یو داسې هیواد دی چې ټول ترهګریز سازمانونه لکه PKK، PYD/YPG په کې شتون لري.

په خپلو پارلمانونو کې ترهګرو ته ځای ورکړی دی، تر څو چې دا ترهګر ددوې په  پارلمانونو کې وي او تر څو چې دا ترهګریز سازمانونه په دوامداره توګه د ستاکهولم په واټونو کې د تروریستي سازمانونو د مشرانو له پوسترونو سره مظاهرې کوي او دا کار د سویډن تر محافظت لاندې کیږي،  تر هغه چې د سویډن په دولتي تلویزیون کې د ترهګرو د مشرانو خبرې خپریږي، موږ هیڅ کله هغوې ته ویلی نشو چې راشۍ. له ناټو سره یوځای شئ.. له بده مرغه فنلنډ  هم په ورته وضعیت کې قرار لري .

ولسمشر اردوغان وویل ترکیې هغه اشتباه چې د ناټو په سازمان کې د یونان او فرانسې د غړیتوب په مسئله کې کړې نده نه غواړي چې  د سویډن او فنلنډ په مسئله کې تکرار کړي.

"یونان له ناټو څخه ووت، زموږ مخکینو حکومتونو بیرته په ناټو کې ددوې غړیتوب  ته  لاره هواره کړه او  بیا ناټو ته داخل شو، فرانسه  هم په ورته ډول  د ناټو سازمان نه وتلې وه او بیا داخله شوه، څه پیښ شو؟

اوس مهال  په یونان کې  د امریکا ۹ پوځي هډې شتون لري . ایا دا امریکايي هډې په یونان کې د څه لپاره تاسیس شوي دي؟ایا  دا هدې د چا په مقابل کې جوړې شوې دي؟ بخښنه غواړم ، مونږ ړانده نه یو، په هر څه ډیر ښه پوهیږو."

 

همداشان د وینزویلا ولسمشر مادورو  خبري غونډې ته وویل چې ترکیه ستر ظرفیت لري او په نړۍ کې ډیر مهم رول لوبوي.

مادورو ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه یو ډیر قوي سیاسي نفوذ لري.

"دا هغه څه دي چې موږ یې ګورو، نه دا چې موږ يي په اړه فکر کوو، دا یو حقیقت دی. ترکیه خورا مهم ظرفیت لري. دا د بیا زیږون نړۍ لپاره خورا لوی ظرفیت دی."



اړوند خبرونه